fbpx

ډیويډ وارنر: نور د استرالیا لپاره نه لوبیږم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۷ل): د یو شمېر خارجي راپورونو له مخې ویل کیږي چې د استرالیا نامتو او مشهور چټک چپ لاسي توپوهونکي ډیويډ وارنر د نړیوالو لوبو د پریښودو اعلان وکړ.

د سویلي افریقا او استرالیا ترمنځ لوبه کې د توپ خرابولو په پېښه کې د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال ډیويډ وارنر او توپوهونکی کیمرون بینکروفټ د یو کال له بندیز سره مخ شول، او همدا ډول یې مشر روزونکي له مشرۍ استعفا ورکړه.

له دغې اعلان وروسته د استرالیا چپ لاسي غوره توپوهونکي ډیويډ وارنر په یوه خبري کانفرانس کې په ډېره احساساتي او ژړغونې لهجه وویل چې نور به د استرالیا لوبډلې برخه نه شي.

وارنر په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې تویېدې په یوه خبري کانفرانس کې وویل: «څه چې هم وشول پرې پښیمانه یم، او کیدای شي نور د خپل هېواد لپاره کرېکټ ونه کړم».

نوموړي پر دغه عمل له خپلې میرمنې او لوڼو بخښنه وغوښته، ده زیاته کړه، «زه له کرېکټ او مینوالو سره ډېره مینه لرم او ما هغوی سره خیانت وکړ، اوس مې لږه هیله پاتې ده چې د خپل هېواد لپاره لوبې ترسره کړم».

ډیويډ وارنر دغه پيښه پخپله غاړه اخلي او وايي چې پر دغه کار پړ دی او دا لحظې ورته له ډېره درده ډکې ښکاري.

همدا ډول په دغه پېښه کې اغیزمن شوی لوبډلمشر سټیو سمیت او کیمرون بینکروفټ هم تېره ورځ په یوه خبري کانفرانس کې په احساساتي او ژړغونې غږ د کرېکټ مینوالو او په ځانګړي ډول له ماشومانو بخښنه وغوښته، خو دوی هیله لري چې د بایللي عزت او قدر ترلاسه کولو وروسته به خپلې لوبډلې ته راستنیږي.

د ډیویډ وارنر په کرېکټ پریښودلو په هند تجارتي لیګ کې د محمد نبي او راشد خان لوبډلې ته سخت زیان واړاوه، چې لومړی خو دې لوبډلې غوره اوپنر توپوهونکی له لاسه ورکړ او دویم یې غوره لوبډلمشر، د وارنر پر ځای د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې د انګلستان چټک توپوهونکی الیکس هیلز د اوپنر په توګه واخیست او کین ویلیمسن یې لوبډلمشر وټاکه.

د یادونې وړ ده چې د سویلي افریقا او استرالیا تر منځ په سویلي افریقا کې د ټيسټ سیالۍ جریان لري، دغه پېښه چې په اړه یې خبرې وشوې، ددې لوبډلو ترمنځ د درېمې ټيسټ لوبې په درېیمه ورځ رامنځته شوه چې له امله یې د استرالیا حکومت او کرېکټ بورډ سخته خواشیني او غوسه وښودله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د