دوهم واده د خوښۍ پر ځای د مرګ لامل شو

نن ټکی اسيا: عربي رسنۍ وايي، چې سعودي عربستان کې يوې ښځې خپل مېړه له دې امله وژلی، چې دوهم واده يې کړی و.

سعودي عربستان څخه خبريدونکې “الحيات” ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي عربستان جوف سيمه کې يوې خښمېدلې، خوابدې ښځې خپل مېړه له دې امله وژلی، چې ولې يې دوهم واده کړی و.

نوموړې ښځې د خپل مېړه تر څنګ خپله نوې بن هم ټپي کړې، چې دم ګړۍ روغتون کې د درملنې لاندې ده. د جوف ښار د پوليسو مشر وايي، چې نوموړې ښځه د پوليسو په ولکه کې ده او د خپل مېړه د وژلو په اړه ترې پوښتنې ګرويږنې روانې دي.