fbpx

د ملکي وګړو د ساتنې اداره: تېره میاشت کې ۴۴۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د ساتنې او عدالت غوښتنې اداره وايي، د فبروري میاشتې په پرتله په مارچ میاشت کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډېروالی راغلی، چې په تېره میلادي میاشت کې ۱۲۱ ملکیان وژل شوي او ۳۲۲ تنه ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د ساتنې اداره«سي. پي. ای. جی» په خپل میاشتني راپور کې ویلي، تېره میاشت د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۴۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د فبروري په نسبت مارچ د ملکیانو لپاره ډېره خونړۍ میاشت وه.

د یادې ادارې یو مسوول عزیزاحمد تسل وايي، ډېری ملکیان د طالبانو په بریدونو، د بهرنیانو په هوايي بریدونو او د افغان ځواکونو له لوري په توغول شویو توغندیو کې وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د ساتنې اداره د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو په اړه اندېښنه داسې مهال ښودلې، چې روانه او تېره اوونۍ بهرنیو او افغان ځواکونو په بدخشان، فراه، ننګرهار، هلمند، میدان وردګ او په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د روان کال په لومړی میاشت کې یوناما په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د ۲۰۱۶ز په پرتله په ۲۰۱۷ز کال کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۹ سلنه کموالی راغلی و.

د تېرې جمعې په ورځ افغان ځواکونو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۳۰ ملکیانو کورونه نړولي وو او ۲۸ ملکیان یې وژلي وو او همدارنګه یې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یې پنځه کورونه نړولي وو او ۴ تنه یې وژلي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د