نظــر

د سي آی اې د وحشتونو یوه بېلګه

ژباړن: حيدر

د كونړ په اسعداباد كې سي آى اې له ځانګړو امريكايي ځواكونو سره په يوه پوځي مركز كې اړولي وو. تر دې نظامي مركز كابو درې متره لوړ خټين دېوالونه راګرځېدلي وو. وخت ناوخت پر مركز توغندويي بريدونه كېدل. امريكايانو به د توغندي غږ له لرې اورېده، ځکه په اسعد اباد كې له دې دوو غږونو، چې يو د نښترو د څانګو شغار چې باد ته رپېدلې او بل د مرغانو چغار، نور شور او ځوږ نه وو.

راكټونو هدف ډېر كم ويشته، خو د امريكايانو غوسه يې ډېره راپاروله. د اسعد اباد د پوځي مركز اصلي ارتباطي كس د كونړ والي سيد فضل اكبر و. ده په امريکا کې د کاليو دوکان درلود. افغانستان ته چې راغی، نو د کرزي وياند شو او بيا کرزي د کونړ والي کړ. والي كونړ ته خپل اتلس كلن زوى «حيدر» هم له ځان سره راوست. حيدر په كاليفورنيا كې را لوى شوى و او په روانه انګليسي يې خبرې كولې.

د سي آى اې يو مامور د پوځي مركز د امنيت مسوول «فرانک ارکي بالډ» ته وويل، څوك چې پر مركز راكټونه راتوغوي، لارې ګودرې ورته «عبدالولي» نومي كس سيده كوي. امريكايانو په دې اړه والي ته وويل. د عبدالولي كليوالو ته خبره ورسېده چې امريكايان په عبدالولي پسې ګرځي.

د جون په نيمايي كې عبدالولي له خپل ورور او قومي مشرانو سره د والي دفتر ته ورغى. هغه د كونړ والي ته وويل چې امريكايانو ته چا د ده په اړه ناسم معلومات وركړي دي. والي ورته وويل، كه دی پر خپله ږيره خس نه ويني او واقعاً بې ګناه وي، نو د امريكايانو ضمانت يې دى كوي. والي وويل چې عبدالولي بايد له امريكايانو سره وګوري او خبره ورسره سپينه كړي.

عبدالولي له امريكايانو ډارېده. ده والي ته وويل: «ما اورېدلي چې په پوځي مركز كې امريكايان خلك شكنجه كوي، ډبوي يې، خوب ته يې نه پرېږدي او آن چې بې ستره کوي يې. »

والي ورته وويل: «دا ټول چټيات دي، زه خپله په امريكا كې اوسېدلى يم، امريكايان دا كارونه نه كوي. »

خو عبدالولي بيا هم ډارېده او پوځي مركز ته نه ته. بالاخره والي ورته وويل: «زما زوى به درسره لاړ شي، ده په امريكا كې مكتب لوستى، په انګليسي پوهېږي او ستا ترجماني به وكړي. »

له دې سره د عبدالولي زړه يو څه تکيه شو. په پيك اپ موټر كې دواړه د امريكايانو پوځي مركز ته لاړل. په لار کې عبدالولي له ډاره رېږدېده، حيدر ډاډ ورکاوه.

د مركز دروازې ته څېرمه كوټه كې امريكايانو له دوى سره وكتل. د پوځي مركز د امنيت مسوول «برايان هالسټېډ» پوښتنې په ارامو اعصابو پيل كړې، يادښتونه يې ليكل. ده عبدالولي وپوښت: له طالبانو سره پېژنې؟ القاعده او حزب اسلامي څنګه؟ عبدالولي د نه ځواب وركړ.

په دې پسې يې له عبدالولي بله پوښتنه وكړه چې په وروستيو كې پاکستان ته تللی یې او که نه؟ عبدالولي وويل چې پاکستان ته د پورونو د وركولو لپاره تللى و. خو دا يې هېر وو چې څومره وخت هلته و او کله تللی و.

په كونړ كې چا جنتري نه ساتله آن چې اكثريت خلكو ته خپل عمرونه معلوم نه وو. آن حيدر لا په دې پوهېده. خو بيا هم امريکايان له دې امله، چې عبدالولي ته پاکستان ته د تګ دقيق وخت نه و معلوم، شکمن شول.

د سي آى اې كاركوونكی له غوسې تك شين واوښت. پر عبدالولي ور ټيټ شو، بد بد يې ور وكتل، غږ يې ډډ شو. عبدالولي ته يې ګواښ وكړ: «كه ما ته دروغ ووايې، نو ته، ټوله كورنۍ او اولادونه به دې ژوندي پرې نه ږدم. »

حيدر اكبر خوابدى شو، په خوله ګونګى شو، نور يې ترجماني نه شواى كولى. بل ترجمان را مخته شو. د سي آى اې د كاركوونكي له غوسې سترګې سرې واوښتې. ده وويل چې له عبدالولي به دلته څو ورځې تحقيقات كوي.

حيدر سړې تبې ونيو. دى نوى له مكتب څخه فارغ شوى و، امريكايي تبعه و او د خپلو نيكونو جنګ ځپلي هېواد ته د مرستې لپاره راغلى و. اوس يې د سر په سترګو د خپلو امريكايي هېوادوالو هغه ظلمونه ليدل چې يو وخت شورويانو له افغانانو سره كړي وو.

حيدر په راوتو كې د عبدالولي پر اوږه لاس كېښود، ډاډ يې وركړ. عبدالولي ته يې وويل: «ريښتيا، ريښتيا ورته ووايه. ګوره، ريښتيا، ريښتيا ووايه. »

سرتېرو د بندي لاسونه ولچك كړل، سر ته يې د سيمنټو خالي بوجۍ ور واغوسته، توقيف خونې ته يې بوت او هلته يې په ځمكې پسې وتړه. يو سرتېري به څلور ساعته پر عبدالولي پيره كوله. په اوله شپه د «متيو جانسن» په نوم سرتېري د پيرې نوبت و، د سي آى اې مامور «ډېويډ پاسرو» را پيدا شو. ده سرتېري ته وويل چې عبدالولي د سي آى اې زنداني دى او دى بايد اوس ترې تحقيقات وكړي. ده جانسن ته وويل، كه په زړه نرى وي، نو له دې ځايه دې لاړ شي، ځكه د سي آى اې تحقيقات د پوځ له تحقيقاتو سره توپير کوي.

له دې سره د څنګ كوټې ته ننوت. چوكۍ يې ماتې كړې او څو سوټي يې ترې جوړ كړل. د خونې دروازه يې په لغته خلاصه كړه. عبدالولي ته يې كوتكونه ونيول. د بندي سر يې له دېوال سره وواهه، بيا به يې پر ځمکه وويشت، داسې چې د عبدالولي مخ به پر ځمكه لږېده. د عبدالولي لاسونه تړلي وو او لا يې سر ته د سيمنټو بوجۍ ور اغوستې وه.

ډېويډ پاسرو په عبدالولي لار وركه كړې وه. د سي آی اې بندي پړمخې پروت و، لاسونه يې شا ته تړل شوي وو. د سي آى اې مامور يې پر ملا ور ناست و. له عبدالولي يې تحقيقات دغسې کول. له هرې پوښتنې سره به يې عبدالولي ته لغتې ونيولې، د سوټي ګوزارونه به يې پرې وكړل او سر به يې له ځمكې، ځمكې وواهه.

د سي آى اې مامور ده ته وويل: «زه چې څه غواړم هغه بايد را ته ووايې، كه نه نو حالت به دې له دې هم بدتر كړم.

په کونړ کې د سي آی اې د مامور کړنې د دې ادارې د اخلاقو په کچ او مېچ برابرې وې. ده ته خپل کړه وړه سم ښکارېدل، ځکه په بګرام کې يې د بنديانو تحقيقات هم ليدلي وو. په ۲۰۰۳كال کې په افغانستان کې له مجازاتو معافيت کلتور حاکم و. د سي آی اې د کارکوونکو چې څه زړه غوښتل هغه يې کول، د قانون لاس د دوی ګرېوان ته نه رسېده. په همدې کال کې د سي آى اې د کابل دفتر خپل مرکزي دفتر ته ليکلي وو: «موږ دې پايلې ته رسېدلي یو چې د ځينو بنديانو په اړه ډېر کم معلومات لرو. له ځينو بنديانو په مياشتو مياشتو تحقيقات نه دي شوي آن چې د ځينو بنديانو دوسيو ته په يو کال کې لاس نه دی ور وړل شوی. »

د تحقيقاتو په سبا ماښام د سي آی اې مامور «سټيفن جونز» خپلې مېرمنې ته وليکل: «بندي له موږ سره په تحقيقاتو کې همکاري نه کوي، خو ده له موږ نه کرۍ شپه سترګه نه ده پټه کړې، خوب ته مو نه دی پرېښی. ښه مو سابه ور په مالګه کړي، ګومان نه کوم چې تر څلور ورځو دې په پښو ودرېدلای شي. »

عبدالولي چې په اوله شپه شکنجې ولېدې، پوځي ساتونکو ته يې په اشاره وويل چې د تومانچې په ډزو يې ووژني، خو ساتونکو د ده په خبره غوږ و نه ګراوه. د سي آی اې د مامور په امر يې عبدالولي تر شکنجې لاندې ونيوه.

د ترجمان په خوله يې عبدالولي ته وويل، که زړه يې وغوښتل چې پر پوځي مرکز د راکټونو د راتوغولو په اړه څه ووايي، نو بايد «ډېف، ډېف، ډېف» نارې وکړي، ترڅو د سي آی اې مامور يې خوا ته راشي.

د جون په ۲۰مه شپه د «کېوين ګېټين» په نوم سرتېری نوکريوال و. دی وروسته کيسه کوي: «عبدالولي يو شواروز (۲۴ ساعته) خوب نه و کړی، ډوډۍ او اوبه يې پر خوله نه وو اېښي، پرلپسې شکنجه شوی او چا دمې ته پرېښودی نه و. »

دا سرتېری وايي: «بندي د لېونیانو چمونه کول، سر به يې له دېوال سره وواهه، له ځان سره بونګېده، لاسونه به يې پر زړه کېښودل، له درده به لکه د مار تاو را تاو شو. » ګېټين لا په پيره ولاړ و چې عبدالولي د ترجمان په خوله غږ کړ: «ډېف، ډېف، ډېف. »

سرتېرو وپوښت: «ډاډه يې چې د سي آی اې مامور را غواړې. » شېبه وروسته ډېويډ پاسرو په موټر کې را ورسېد. د موټر څراغونه لګېدلي وو. پروتوکول دا و چې د شپې له مخې به په پوځي مرکز کې موټرونه په مړو څراغونو ګرځي. پر سرتېرو دا ښه و نه لګېده چې د سي آی اې مامور د پوځي مرکز امنيتي اصول تر پښو لاندې کوي. ډېويډ پاسرو له موټره را کوز شو، په لاس کې يې پلاستيکي پياله نيولې وه. د ده له خولې او پيالې څخه د شرابو بوی لټېده. د سي آی اې مامور پياله يو سرتېري ته ورکړه. ساتونکي ته يې وويل: «دا درسره وساته. » ګېټين ته يې په اشاره وويل چې د عبدالولي خونې ته پسې ورشي.

ډېويډ پاسرو بيا له بندي پوښتنې پيل کړې: «بريدونه د چا په امر کوې؟ سلاکوټونه مو چېرته دي؟ » عبدالوليورته بيا، بيا وويل: «نه پوهېږم. »

د بندي د «نه» ځواب له اورېدو سره به ډېويډ پاسرو لاسي څراغ مړ کړ، په کوټه کې به تياره خپره شوه. ګېټين ته به څه نه ښکارېدل، خو دڅپېړو او سوکانو غږونه يې اورېدل. د عبدالولي غږ يې اورېده چې ژړل يې او زګېروي يې کول.

بندي د سي آی اې له مامور څخه وپوښتل چې ولې ډبول کېږي. د عبدالولي له سره يې کڅوړه لا تراوسه لرې کړې نه وه. «خبرېمه کوه، ته اصلاً د وجود په خوږېدو خبرېږې نه. تا ته څه پته ده چې زه دې وهم، کېدای شي چې ساتونکي به دې وهي يا هم بل څوک. » ګېټين دې خبرې خوابدی کړ، دی وايي هغه ما نه وهه.

نږدې يو نيم ساعت يې بندي ډباوه او پوښتنې يې ترې کولې. پاسرو له خونې ووت او ساتونکو ته يې امر وکړ: «فشار پرې نور هم زيات کړئ، ګورئ چې خوب ته يې پرېنږدئ. »

ګېټين د جون په ۲۱مه بيا وظيفې ته راغی. دی وايي: «عبدالولي داسې ښکارېده تا به ويل چې تازه يې له چا سره جنګ کړی دی، مخ او لاسونه يې ګرېدلي وو، له حرکته لوېدلی و، مازې زنګېده، له ځان سره بنګېده، ته وا دېوال ته يې خبرې کولې، له خپلو بوټانو سره غږېده. »

سټېفن جونز، په مرکز کې د سي آی اې مشر، په خپل دفتر کې و چې يو ساتونکی راغی، ده ته يې وويل چې يو ځل دې بندي وګوري. جونز چې راغی، عبدالولي په يو اړخ پروت و، زګېروي يې کول. دی وايي: «رنګ يې سپين اوښتی و، له اخ او ټوخه لوېدلی و. » د پوځي مرکز ډاکټرانو ورته اکسيجن ولګاوه او سيروم يې ورته چالان کړ، خو ساعت وروسته په عبدالولي کې ساه نه چلېده.

ماسپښين مهال يې والي «فضل اکبر» پوځي مرکز ته را وغوښت. د پوځي مرکز قوماندان «مارک مېلر» ورته وويل: «متأسفانه يو بد خبر درته لرم. عبدالولي مړ شوی دی. » والي سر وښورواه، په انګرېزي يې وويل: «دا خو ډېر بد شوي. »ډېويډ پاسرو ورته وويل: «بندي کوښښ کاوه چې زولنې خلاصې کړي او خپل سر به يې له دېواله سره واهه. »

والي او زوی يې مړی وليد. «مارک مېلر» ويل لوړ پوړي چارواکي غواړي چې مړی عدلي طب ته ولېږل شي، خو والي ورته وويل، طبي څېړنې به د کونړ خلکو ته ثابته کړي چې امريکايان وحشي شکنجه کوونکي دي.

والي په ډېر ټينګار په امريكايانو دا ومنله چې د عبدالولي له مړ جسد سره غرض و نه کړي. د قرباني کورنۍ د خپل عزيز په مړي پسې راغله. امريکايانو دوی ته دوه زره ډالر ورکړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اخترمحمد گیلانی

داملت الله لری الله دی امریکایان اودهغوی غلامان تباه کی

pattang

دا يوه قصه ده او که حقیقت ؟؟
څوک اشغالګرو ته په خپله ورځي ؟ نه هیڅکله نه !! ورتګ ورته خپل مرګ دی
عبدلې بې نامه مړ شه خو که دطالبانو په لښکرکې جنګېدلی وی هم به غازي وو او هم شهید !
عبدالولي ډیره ډيره سادګي کړې ده او الله د وبخشي !

Zadran

فکر کوم،چه دا قیصه داسی یو چا لیکی چه په نقل مکتب کی کامیاب شوی.د درامه تشی ډیری لری،او د منلو څخه لیری ده،

pattang

ځدران صیب داسې مالومیږي لکه چې دسټو په کنډو کې بې غمه ناست یې او خپل زڼغوزي خورې ! درې ابعاده یې مالوم دي : ـ د عبدالولي مرګ او تر مخه بندی کول یې – دامزیکایانو شتون په کونړ کې – د کونړ والې له امریکا څخه یو دوکاندار او زوی یې ! ښه نوته داسې فکر کوي چې امریکایانو دا کار داسې په ظلم ندی کړی ؟؟ نو بیا خو به یې په بګرام ، پولینډ، تایلنډ او په ګوانتنامو کې هم د cia په بندیخانو کې ظلم نوي کړی او یا احتمالا ډیر کم! دا پر دې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x