جوبایډن نن پاکستان ته بیړنی سفر کړی

bayden_gelani(نن ټکی آسیا) جوبایډن چې پرون په افغانستان کې په سفر بوخت وو، نن همسایه دولت پاکستان ته په غیر اعلانیه سفر تللی او هلته یې د پاکستاني صدر او وزیر اعظم سره لیدلي.
د جوبایډن سفر په داسي وخت کې پاکستان ته کیږي چې اوس لا هم د پاکستان او افغانستان په حدودو کې د امریکایي ځواکو له خوا بمبارونه روان دي.. او نن شپږ بجې هم په میران شاه کې یو برید شوی، چې چارواکې ادعا کوې چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولي.

جوبایډن او امریکا د پاکستان څخه غواړې چې خپل فوځ وزیرستان ته واستوي او هلته باید د مخالفو طالبانو او القاعده جنګالیو په ضد عملیات وکي.
جوبایډن په خپل کانفرانس کې زیاته کړه چې امریکا د اسلام او مسلمانانو ضد نه ده، بلکي اسلام په امریکا کې ورځ تر بلي پیاوړي کیږي او د داسي کسانو شمېره مخ په زیاتیدو ده چې اسلام قبلوي.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.