
د صدام حسین ښار «تکریت» هم داعش ونیولو
نن ټکی آسیا: د عراق امنیتي چارواکي وايي چې داعش «دولة اسلامیة في العراق والشام» تکریت ښار په بشپړه توګه نیولی.
هغه ویډيو چې په انترنیت خپره شوې، په کې ښودل کيږي چې د داعش وسلوال د تکریت په ښار کې ګرځي او هوايي ډزې کوي.
د عراق امنیتي ځواکونه وايي چې د تکریت وروسته په سامراء باندې بریدونو روان دي، چې د بغداد په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
په بغداد کې چارواکي وايي چې تکریت په بشپړه توګه د داعش وسلوالو نیولی، دوی ویلي چې د تکریت سره يې اړیکې پرې شوي.
امنیتي ځواکونه وايي چې وسلوالو په تکریت ښار له بېلا بېلو برخو بریدونه وکړل.
تکریت د عراق د پخواني مشر صدام حسین پلرنی ښار دی.
د عراق لومړی وزیر نوري المالکي وايي هغو ځواکونو ته چې مقاومت یې نه دی کړی سختې سزاګانې ورکړل شي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې نینوا ولایت د داعش تر «غیر رسمي» کنترول لاندې وه، چې تېره ورځ ونیول شوه.
داعش همدا ډول د سوريې زیاتې برخې او د عراق لویدیځې او مرکزي برخې نیولي.
تکریت د پلازمېنې بغداد شمال ته په ۱۵۰ کیلومترۍ کې او موصل بیا د بغداد شمال ته په ۳۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
له تېرو دوه ورځو راهیسې دا دوهم ښار دی چې د داعش تر ولکې لاندې راځي. وړمه ورځ دوی د ۵ ورځو پرلپسې بریدونو وروسته د نینوي ولایت مرکز موصل ښار ونیولو. داعش د موصل ښار تر نیولو پخوا ددې ولایت په اطرافو کې خپل مرکزونه درلودل.
العربیة عربي تلویزون د یو سرتیري له خولې چې په پوځ کې د ظابط دنده لري لیکلي «د تکریت ښار ټول د وسلوالو په لاس کې دی».
د تکریت مرکزي زندان څخه ۳۰۰ بندیان او د موصل څخه بیا ۶۰۰ څخه زیات بندیان تښتیدلي دي.
تر دې وړاندې نوري المالکي له پارلمانه غوښتي و، چې په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړي.
په عراق کې د داعش د پرلپسې بریاو وورسته امریکا انديښنه ښوولې او ویلي يې دي چې دوی د سیمې لپاره «سترخطر» دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جین پساکي په دې اړه په یوه مطبوعاتي وینا کې ویلي چې د موصل ښار حالات ډير کړکېچن دي، امریکا غواړي چې د «سخت دريځو» خلاف باید قوي مبارزه وشي.
د موصل ښار اوسيدونکي وايي چې داعش په دولتي مقاماتو خپلې تور بیرغونه لګولي او په لاوډسپيکر کې اعلانونه کوي چې دوی موصل آزاد کړی.
موصل او تکریت د عراق دوه مهم ښارونو دي چې په دې دوه ورځو کې سقوط کوي او د داعش تر ولکې لاندې راځي.