نړۍ

سعودي: ښځې او خاوند لپاره د يو بل مبايل کوډ پرانيستل جرم دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي د قانون وزارت په نوي تصويب شوي بريښنايي قانون کې ويلي، چې ښځه او خاوند د يو بل مبايل کوډ نه شي پرانيستی او که هر چا دا کار وکړ، قانوني جرم دی.

د سعودي بريښنايي قانون له مخې د ښځې او خاوند لپاره په غلا د يوه بل مبایل په پټه کتل په جاسوسي جرم کې راځي او حکومت به پرې سزا ورکوي.

د خاوند او ښځې له لوري د يو بل مبايل په غلا کتلو سزا يو کال بند يا پنځه سوه رياله جرم دی او کېدای شي دواړه سزاوې په يوه وخت ورکړل شي.

د سعودي د قانون وزارت له مخې د ښځې او خاوند تر منځ د جاسوسي احکام يوازې تر مبايل پورې محدود نه دي، بلکې د کمپيوټر او کيمرو سربېره نور ځانګړي آلات هم له اجازې پرته په غلا کتل د جاسوسۍ په جرم کې داخل بلل شوي او حکومت يې مرتکب ته سزا ورکولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x