نړۍ

د سلطان محمد الفاتح په مسجد کې له ۸۰ کلن ځنډ وروسته لمونځ وشو

د ترکي په استانبول ښارکې د سلطان محمد الفاتح مسجد د دغه هیواد یو له تر ټولو مشهورو سیاحتي مرکزونو څخه ګڼل کیږي .

دغه مسجد د مسلمانانو لخوا د قسطنطنیې تر فتح له مخه د ایاصوفیا په نوم د مسحیانو یوه لویه او مشهوره کلیساوه ، کله چې په ۱۴۵۳ میلادي کې د مسلمانانو نومیالي مشر سلطان محمد الفاتح د قسطنطنیې ښار فتح کړ سمدستي یې همدا کلیسا د هغې له مذهبي مشرانو څخه واخیستله او د خپل لوی پوځ لپاره یې جامع مسجد تري جوړ کړ.

له عیسوي قسانو(مذهبي مشرانو) څخه د دغې کلیسا د اخیستلو قباله اوس هم د ترکیې د اسلامي آثارو په موزیم کې په 2182شماره ثبت ده.

مخکیني ایا صوفیا کلیسا او اوسنی دسلطان محمد الفاتح مسجد تاریخي ودانۍ یونیم زرکلنه سابقه لري چې ۵۰۰ کاله مسلمانانو د جامع مسجد او د اسلامي علومو د تدریس لپاره تري کار اخیستی او ۱۰۰۰ کاله د شرقي روم عیسویانو د خپلې مذهبي عبادت ګاه (کلیسا) په توګه تري استفاده کړې.

کله چې په ۱۹۲۴ میلادې کال کې اتاترک د ترکیې واکمني ترلاسه کړه اسلامي خلافت یې ړنګ ، د مسلمانانو په ټولو مذهبي عباداتویې بندیز ولګاوه او د استانبول ښار په منځ کې دغه تاریخي مشهور مسجد یې په موزیم بدل کړ .

د روانې اونۍ په پیل کې د استانبول ښار زرګونو ځوانانو چې ډیری یې د ترکیې دحاکم ګوند پلویان ول د دغه تاریخي مسجد په ساحه کې راټول او په جماعت سره ورکي لمونځ اداء کړ، چې په دې کار سره دترکیې د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند یوه بله کارنامه د اسلام اومسلمانانو په خدمت کې ور اضافه کړه .

د سلطان محمد الفاتح په تاریخي مسجد کې دغو دعوتګرو ځوانانو په داسې سوله ییزه توګه او د وقار اوسکون په فضاء کې جماعت اداء کړ چې نه یې د نورو خلګو د کارونو مخنیوی وکړ او نه د هغوی مزاحم وا قع شول .

دغو ځوانانو د لمانځه له اداء کولو وروسته دا غوښتنه وکړه چې نور ې دغه تاریخي مسجد په دائمي توګه د موزیم له وضعیت نه وایستل شي او بیرته دې د ترکیې د اوقافو اسلامي چارو د وزارت اړوند په اماکن مقدسه وه کې شامل کړای شي. د ترکیې حاکم ګوند چارواکي ولسمشر رجب طیب اردوګان او لومړی وزیر عبدالله ګل هم د دغو ځوانانو له غوښتوسره هم نظره دي اوکیدای شي چې په نیږدې وخت کې دغه تاریخي ځای له موزیم نه خپل مذهبي نوم مسجد ته واړوي . د ترکي ولسمشر طیب رجب اردوګان په مشرۍ د ترکیې حاکم ګوند ډیر هغه قیودات چې د کمال اتاترک لخوا په اسلامي شعائرو لګیدلي ول له منځه یوړل .

کمال اتاترک د خلافت اسلامي تر سقوط وروسته د ښځو پرحجاب بندیز ولګاوه، آ‌ذان کول، په عربي تورو لیک لیکل او داسلام دمقدس دین تبلیغول یې ټول ممنوع اعلان کړل . نوموړی همدغه تاریخي مسجد هم په مکمله توګه دلمونځ کوونکوپرمخ وتاړه او هغه یې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د یوه سیاحتي مرکز په حیث اعلان کړ.

سرچینه : موقع المسلم http://www.almoslim.net

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x