
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کابل ته راغله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته رارسېدلې ده.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمينه جنجوعه راتګ د کابل ـ اسلام اباد د اړیکو ښه کول ښودل شوي.
مېرمن جنجوعه په ارګ کې له افغان چارواکو سره لیدلي او د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سفر په اړه یې هم خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکي جمعې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته د ولسمشر غني په رسمي بلنه راشي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو به سره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې نن د کونړ ځايي چارواکو ویلي وو، چې له تېرې شپې راهیسې پاکستانیو پوځیانو یو ځل بیا پر کونړ ۱۵۵ توغندي توغولي دي.
د کابل ـ اسلام اباد اړیکې وروسته له هغه نورې هم ترینګلې شوې، چې تېر کال په کابل کې طالبانو څو بریدونه وکړل او افغان چارواکو یې پړه پر پاکستان واچوله.