روزګان: حکومت چوري ولسوالۍ کې اوبه بندې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۶ل): د روزګان د چوري ولسوالۍ د درویشانو او قلعه راغ سیمو اوسېدونکي وايي عسکرو يې پر زرګونه هکتاره ځمکه د خړوبولو اوبه بندې کړې دي.

د سیمې د قومي مخورو په وینا حکومت له دوی نه غواړي چې اربکیان جوړ کړي او د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.

د دوی په خبره دوی له طالبانو سره هیڅ ستونزه نه لري، خو حکومت يې په لوی لاس دښمنۍ ته اړباسي.

د درویشانو او قلعه راغ سیمو اوسېدونکي وايي چې د دوی ځمکې شاړې پرتې دي، کوم باغونه چې يې د مېوو لپاره جوړ کړي و، وچېدو ته نږدې دي.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي عسکرو پرې څلور مهمې ویالې بندې کړې دي، چې لوی تاوان يې ور رسولی دی.

دوی پر حکومت غږ کړی چې د ولس پر ضد له دا ډول کړنو لاس واخلي.

تر دې وړاندې هم حکومتي عسکرو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عامو خلکو پر ضد اقدامات کړي دي، د دوی کورونو کې يې پوستې جوړې کړې او ګڼو سیمو کې يې ښوونځي او مدرسې سنګرونه ګرځولي دي.

نږدې میاشت وړاندې د کندوز ځايي اوسېدونکو حکومت پر دې ملامت کړ، چې د دوی پر سیمو يې برېښنا بنده کړې وه.

د دوی په وینا حکومت پر دې خاطر دوی ته برېښنا نه ورکوله، چې د دوی سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

طالبانو هم د حکومت پر دې چلند غبرګون ښوودلی او دا يې د حکومت له لوري له ولس سره د وحشت یو ډول یاد کړی دی.

هغوی په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «دا ډول کړنې څرګندوي چې بزدله دښمن د مظلوم ولس په ځورولو او له هغوی سره په زور زیاتي کې څومره بې پروا دی او د خپلو ادعاوو پرخلاف د افغان ولس په وړاندې له څومره سخت زړۍ او وحشت څخه کار اخلي.»

تر اوسه د روزګان ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د