
کابل د سترو موټرو او عامو خلکو پر مخ وتړل شو
نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزرات د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کابل ته د سترو موټرو او عامو خلکو په راتګ يې بندیز لګولی.
د دغه وزرات له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندیزونه له دې امله لګول شوي چې د جوزا ۲۴مې ټاکنو ته امنیت ټینګ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د چهارشنبې له ورځې تر ټاکنو د ختمېدو پورې ټول هغه غټ موټر چې کابل ته اشیاء نقلوي دغه ولایت ته د ننوتلو حق نه لري.
خو هغه سبزي او غذايي مواد چې د خرابېدو زیات امکان يې وي، په مشروط ډول به د پولیسو تر سختې کتنې وروسته پريښودل کیږي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جمعې د ورځې ( ۲۳ جوزا) وروسته عام خلک هم د نورو ولایتونو څخه کابل ته نشي ننوتلای، خو د ټاکنو د کميسون کارکوونکي، کورني او نړیوال ناظران او مریضان کابل ته د ننوتلو حق لري.
د دوشنبې په ورځ دولت اعلان وکړ چې د یوې اونۍ لپاره به ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه او مکتبونو رخصت وي.
د طالبانو ګواښ
طالبانو نن بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی چې د ټاکنو په ورځ به پراخ بریدونه، منظمې حملې او نور ډول تکتیکونه په کار اچوي؛ترڅو د انتخاباتو پروسه زیانمنه او خنثی کاندي.
طالبانو د دغه وروستي پيغام موخه د خلکو لا پوهاوی او خپلې غاړې خلاصول ښودلي.
دوی د دغه پيغام له لارې څرګنده کړې،دا انتخابات یوه «شیطاني» پروسه ده او دوی یې د خنثی کولو لپاره هر ډول اقدام پر ځان فرض بولي.
ټاکل شوې چې د جوزا پر ۲۴ مه به په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم او وروستی پړاو ترسره شي.