fbpx

د جمعيت رهبري شورا: عطامحمد نور له ارګ سره «شخصي معامله» کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د جمعيت اسلامي ګوند د رهبري شورا وايي چې عطامحمد نور د ګوند پر غوښتنو سترګې پټې کړې او شخصي معامله يې کړې ده.

د ارګ او نور لانجه چې تر درېیمې میاشتې په اوښتو وه، څو ورځې وړاندې يې د پای ته رسېدو خبر ورکړل شو.

سپتونیک د طلوع نیوز په حواله وايي چې د جمعیت ګوند د رهبري شورا تر څنګ هغه خلک چې له عطامحمد نور سره يې د همکارۍ سینې ډبولې، هم له هغه خپه ښکاري.

د سرچینې په وینا عطامحمد نور د بلخ د نوي والي، امنیه قومندان او څو وزارتونو او سفارتونو پر سر هوکړه کړې.

جمعیت ګوند دعوه لري چې د دوی غوښتنې تر دې لوړې او ډېرې وې، خو عطامحمد نور یوه پټه معامله ترسره کړې ده.

نور د دې څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د شنونکو په باور ښايي ارګ يې ګڼو درنو شخصي شرطونو ته غاړه ايښې وې.

نور د تېر لمریز کال په لېندۍ میاشتې کې د ارګ له لوري لرې شوی وبلل شو، خو هغه د نوي لمریز کال تر لومړیو لا هم خپلې دندې ته دوام ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د