هلمند: لښکرګاه کې د ښوونځې زده کوونکې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د هلمند په لښکرګاه کې د نجونو د مرکزې لیسې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.

د هلمند د پوهنې رییس دواد شاه صفاري وايي، تر اوسه روغتون ته شاوخوا ۴۰ زده کوونکې رسېدلې دي.

د دې ولایت د عامې روغتيا رییس امین الله عابد د زده کوونکو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د هلمند امنیت امر سمونوال ګلي خان وايي، چې د دوی پلټنې روانې دي.

هلمند کې ښځينه زده کوونکې په داسې حال کې مسمومېږي چې په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره ۲۵۰ نجونې ښوونځيو کې شاملې شوې دي.

یاده دې وي دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د تعلیمي کال یوازې یوه اوونۍ تېره شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د