افغانستان

د کندوز چارواکي: د دستار بندي پر مراسمو بمبار کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د کندوز ځايي چارواکي وايي په دشت ارچي ولسوالۍ کې د قران کریم د حافظانو پر فراغت غونډه بمبار کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي سلام وطندار ته ويلي، چې په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان دي.

د هغه په وینا بمبار نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې پر هغه جومات شوی، چې د فارغینو حافظانو په مناسبت پکې جلسه روانه و.

د کندوز د پولیسو قومندان حمیدالله حمیدي وايي چې په وژل شویو کې ګڼ کوچنیان او مېرمنې هم لیدل کېږي او ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

په ورته وخت کې د دشت ارچي امنیه قومندان نیازمحمد عمرخېل هم د بمبار پخلی کړی او وايي چې دا کار بهرنیانو کړی دی.

د دې تر څنګ په شمال زون کې د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي دعوه کوي چې بمبار افغان ځواکونو کړی او په وینا يې ۱۵ وسله وال طالبان يې وژلي دي.

کریمي دعوه کوي چې دا د طالبانو د بریدونو په پلمه نیول شوې غونډه وه.

طالبانو تر اوسه دې په تړاو څه نه دي ويلي.

دوه ورځې وړاندې په فراه ولایت کې هم د دستار بندۍ د جلسې د ګډونوالو پر موټرو د بمبار له امله د نیمروز درې تنه علما ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

طالبانو ته يو مهم وړاندېز! د ديني تعليم درول او د مدرسو له منځه وړل د ټرمپ د نوې استراتېژۍ هغه برخه ده چې د ترورېزم د فکري منابعو د له منځه وړلو په په حيث ورڅخه يادونه شوې ده ، او دکابل ادارې هم د همدې استراتېژۍ د پلي کولو ژمنه کړې ده. له تېرو څو مياشتو راهيسې په پرله پسې ډول د مدارسو بمبارول او د علماوو وژل د همدې استراتېژۍ عملي تطبيق دی او دا به نور هم دوام لري. ددې لپاره چې د بې ګناه طالب العلمانو د وژلو دغه خونړۍ سلسله په يقيني ډول ودرېږي… نور لوستل »

محمد

بالکل پر ځای وړاندیز دی —- جزاک الله تعالی خیرا

عبدالولی (فهیم)۰

انالله و انااله راجعون یا الله ته پدی مظلوم ملت خیر ده خپل رحم وکړه ترڅو دا وحشت او دحشت به روان یی ترڅوبه دا اشغالګره امریکا او د شیطانی امریکا ګوډاګی حکومت به زمونږ د مظلوم ولس وینی تویوی یا الله ددی مظلوم ملت ګناه څه ده چی پداسی ډول مری یاالله ته دا دامریکا ګوډاګی حکومت خو نور د مونږ له سره واخلی یاالله ته خپل رحم وکړی یاالله ته همداسی حال په امریکا راولی یا الله ته امریکا د اسلامی امارت دځواکونو په لاس فتحه کړه یا الله ته امریکا د افغانستان مستعمره وګړځوی.

ملاګل (مومند)

د ديني مدارسو مسؤولين هم بايد پدې جنګي حالاتو کې د دغه بې ضرورته غونډو له جوړولو ډډه وکړي، په ډېر ساد او عادي شکل دې دستارونه، شهادتنامې او جاېزې فارغانو ته ور وسپاري، او نمايشي مراسم دې نه جوړوي. ځکه چې دغه پېښې به بار بار تکرار شي او له فاېدې به يې تاوانونه ډېر وي. د نمايشي او رواجي غونډو جوړول دې د پوره آزادۍ تر وخته وځنډوي. پدې کار نه کوم فرض، واجب سنت او مستحب ترک کېږي، نه د علماوو قدر کمېږي، او نه هم علم او مدارس بې اهميته کېږي. بلکې د وينو د بېځايه… نور لوستل »

Zadran

ټولو شهیدانو ورڼو ته جنتونه او وارثانو ته یی صبر جمیل له الله ج څخه،غواړم،خدای ج دا مظلوم ولس له ظالمانو،د همدی تنکیو شهیدانووینی په برکت سره خلاصکړی،

pattang

ځد ران صیب تبصره دې يوه عادي دوعاوده ، …. د فاسېدینو د نابودولو لپاره …. خو داشغالګرو د ظلم او دلاسپوڅي دولت دهمکاري او پټې خوله په برخه کې غلی پاتې شوی یې ! ځدران صیب دوعا خو هر وخت کوو خو اولس مو نور هم وژل کيږي او اخر به خدای خبر کله راځي ؟ ددې فاسدینو دنابدولو او شړلو لپاره له دالرو تېرېدل او په وږي نس ملي قیام ته ضرورت دی او بس .

غ.حضرت

حقیقتاً ددې خاوری د هر بچی وژنه ( هر څوک چه وی او له هر چا لخوا چه وی) یوه لویه او دردوونکې ضایع او خپګان دی.
زموږ د معصوم ؤلس د فرد فرد د ځورونی او کړونی مسئول او مسئولین د دنیا ستر استعمارګران او جهان خواران دی چه انګلوساکسون یو د هغوی د ډلی څخه ګڼل کیږی.

masoom prince

وروره دا پرونﺉ حالات مې په فیسبوک کې چې ولید ډیره د خفګان خبره ده کربلا را څخه هیره شوه وروره یو خواهش لرم چې مدرسې عالمانو ته په کار دی چي داسې غونډې په پټ ځاﺉ کې چې چت ولري باید جوړی شی دا ځکه وروره دې هیوادوالو به ویل چې دا د وخت فرعون په زمکه کې دننه شپږ ګزه لاندې هم څیزونه ویني لله الحمد داسې نده تر ډیره هیوادوال دې وخت فرعون ټیکنالوجی سره بلد شول نو مطلب مې دا ده چې چت دلاندې هیڅ شۍ هم نه وینی باید داسې غونډې پټ ځاﺉ کې چې… نور لوستل »

اجمل

هو ، دا خو شکاره خبره ده چه دا لوی جنایت د کابل د غلامانو او بادارانو له خوا تر سره شوی ، دا نه اول او نه به اخر وی د دی په شان مخکی او ددی په شان وروسته هم امکان لری . له وحشی انسان خوړونکو ځناورو همدا هیله ده د کابل فاعشی او خارچی لونډان به یی تر دی لا زیاتو جناباتو ته پونده وهلی . وایی ماسته د هر چا خوښ دی خو د پیشو ګانو پسی خڼی راوتی دی ، د کابل غلامانو د ډالرو او چوکیو پسی ځنی راوتی له خپلو ارتینو څخه… نور لوستل »

احمد

مونږ هم په دې پېښه خفګان وښود خو د دفاع وزار له خوا خپره شوې ویډیو ښیي چې په غونډه کې غټو ملایانو شرکت کړی وو او تر ټولو لوی شرم خو یې لا دا چې د پاکستان بیرغ یې تر کندوز پورې موټرو کې رسولی دی. د ماشومانو وژل که په دې بمبار کې ووژل شول که د هلمند، کابل، پکتیا، پکتیکا، جلال اباد او نورو پېښو کې طالبانو وژلي ټول یو ډول حکم لري او جنایت دی لاکن داسې ښکاري چې په دې غونډه کې وسله والو طالبانو له ماشومانو او عوامو نه د سپر په توګه استفاده… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x