افغانستان

نیویارک ټایمز: د افغان ځواکونو مهمات د طالبانو ګوتو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله وايي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو ګڼ مهمات د طالبانو تر ګوتو رسېدلي دي.

د سرچينې په وینا امریکايي چارواکي په افغان حکومت کې شته فساد د دې علت بولي، چې د امریکایانو وسلې د امریکايي او افغان ځواکونو پر ضد استعمالېږي.

امریکايي چارواکي وايي طالبانو د شپې له دروبینونو په استفادي شپني بریدونه، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله دوه برابره ډېر کړي دي، چې ورسره د افغان عسکرو تلفات هم لوړ شوي دي.

ورځپاڼه د چارواکو په حواله د نمونې په توګه په هلمند کې خپل افغان ملګري يادوي، وايي په ۲۱۵ قول اردو کې يې ۲۱۰ دانې د شپې دوربینونه ويشلي و، خو د تسلیمۍ پر مهال يې نږدې ۶۰ دانې ورک و.

په ورته وخت کې د افغان پوځ لوی درستیز شریف یفتلي په افغان ځواکونو کې د فساد شتون نه مني او دعوه کوي چې له قانونه سرغړوونکي عسکر يې عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د شنونکو په باور د افغان عسکرو تر منځ بې باوري او د حکومت له لوري ورته نه پاملرنه د دې علت شوې ده، چې دوی د پیسو لپاره هم پر خپلو مخالفینو وسلې وپلوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x