افغانستان

غيرت بهير: د هلال پريکړه سياسي ځان وژنه ده

د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي  لخوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه د قطب الدين هلال ملاتړ د نوموړي شخصي پرېکړه او سياسي ځان وژنه ده.

دغه اعلاميه چې، د حزب اسلامي په رسمي ويبپاڼه “شهادت” کې خپره شوې، په کې راغلي چې حزب اسلامي  په خپل اصولي دريځ ټينګار کوي او  د ټاکنو په دوهم پړاو کې برخه نه اخلي.

 نن ټکی آسیا ته د حزب اسلامي  اعلاميه رارسېدلې، چې  کټ مټ يې نشر ته سپاري:

اعلامیه

حزب اسلامي افغانستان يو ځل بيا په خپل اصولي دريځ ټينگار کوي او په ډاگه کوي چې حزب اسلامي افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې د هيڅ نوماند ملاتړ نه کوي، د انجنير قطب الدين هلال ملاتړ له ډاکتر اشرف غني احمدزي نه، مطلق د هغه خپله شخصي پرېکړه ده – او حتماً د هغه په شخصي گټو او مصالحو ولاړه فيصله ده – د قطب الدين هلال اقدام له حزب اسلامي افغانستان سره د هغه د ټولو ژمنو خلاف او متضاد عمل دى، د ډاکتر اشرف غني ټيم ته تلل د انجنير هلال لپاره يو سياسي انتحار بولو.

ډاکتر غيرت بهير
د حزب اسلامي افغانستان
د سياسي چارو رئيس

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x