افغانستان

ولسي جرګه: د سولې شورا د ټاکنو پر «کمپایني دفتر» بدله شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي د سولې شورا دفتر د راتلونکو ټاکنو لپاره پر کمپايني دفتر بدل شوی دی، باید وتړل شي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې اړوند بحث وشو، چې پکې د سولې شورا پر فعالیتونو هم توندې نیوکې وشوې.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وویل، د سولې عالي شورا پر دې مصروفه ده، چې څنګه د راتلونکو ټاکنو اړوند فیسبوکي فعالیت ته زور ورکړي.

د فوزیه کوفي په وینا په سولې شورا کې داسې خلک هم شته، چې له خپلو کورنیو سره سمې اړیکې نه لري، په وینا يې له طالب سره به څنګه د سولې خبرې مخې ته بوځي؟

د دې جرګې بل غړي حمیدزي لالي هم ورته څرګندونې وکړې او زیاته يې کړه، چې د سولې عالي شورا د فیسبوک د کمپاین په زور قومي تفرقې ته کار ویلی دی.

هغه وویل دا شورا دې لغوه شي پر ځای دې يې بله شورا جوړه شي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون او د ولسي جرګې بل غړي عبدالله محمدي د سولې پر شورا نیوکې وکړې.

د هغوی په وینا دغه شورا یوازې پر دې بوخته ده، چې څنګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره تبلیغات وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري بیا دا تورونه نه مني او وايي، وکیلان باید له دوی سره مخامخ خبرې وکړي، طرحې ورکړې او که يې تطبیق نه کړې بیا دې يې پوښتنه وکړي.

د سولې عالي شورا چې د برخه والو لپاره يې لوړ امتیازات ورکول کېږي، تر اوسه پورې د حزب اسلامي د مشر انجینر ګلبدین حکمتیار راتګ خپله یوازینۍ لاسته راوړنه په ګوته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x