fbpx

طالبانو کندز کې په ولسي خلکو د بمبارۍ له امله دولتي ځواکونه سخت رټلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): طالبانو په کندز ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بمبارۍ او د ولسي افغانانو د وژلو له امله دولتي ځواکونه سخت رټلي او په افغانانو یې غږ کړی چې په وړاندې یې ودریږي.

د کندز د نننۍ پیښې په تړاو د طالبانو اعلامیه کې دولتي عسکر «مزدور، وحشي صفته، مړسترګي او سرټیټي غلامان» یاد شوي او خبرداری یې ورکړی چې په کندز کې د ولسي وژنو عاملین او «جنایتکاران» به د حساب کتاب لپاره یوه ورځ د «عدالت میز» ته راکش کوي.

د کندز ځايي چارواکي وايي چې نن غرمه یې په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه دیني مدرسه بمبار کړې چې طالبان مشران په کې راغونډ شوي وو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا ناسمه بللې او زیاتوي چې «دښمن غواړي خپل جنایت وپوښي او د خلکو په سترګو کې خاوري وشیندي». د هغه په وینا دا د امریکايي او دولتي چارواکو زوړ عادت دی.

له سیمې رارسیدلي راپورونه وايي چې په بمبار کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په همدومره شمېر کې نور ټپیان دي.

اعلامیې له افغانانو غوښتي چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو «اشغالګر» له هیواده وشړل شي او «غلامان» یې د عدالت میز ته راکش کړل شي.

طالبانو په خپلې اعلامیه کې په نړیوالو بشري ادارو او همدا راز رسنیو غږ کړی چې په ولسي وژنو سترګې پټې نه کړي او د حقایقو په پټولو کې له مخالف لوري سره مرسته ونه کړي.

د کندز نننۍ پيښې له امله د ټولنیزو پاڼو فعالانو په «پرلتي» او «دولتي» چارواکو دواړو سختې نیوکي کړي چې له طالبانو څخه د وسلو د ایښودلو غوښتنه کوي خو د دولت او بهرنیانو د هوايي بمباریو په وړاندې یې خوله چوپه ده.

دوه ورځې وړاندې په فراه ولایت کې هم دولت د دستاربندۍ د غونډې د ګډونوالو موټر بمبار کړل، درې تنه دیني عالمان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

انالله و انااله راجعون اشرف غنی او ناولی مرتد عبدلله نن شپه باید د ډوډی په ځای زهر وخوری د نن ورځی شهیدان دمرتد اشرف غنی او مرتد عبدالله د حکومت پایله ده او دی دوی د دی مزدور حکومت همدا موخه ده چی مظلوم ولس له میځه لاړ شی خلک باید د دی مزدور حکومت په هکله پوی شی او د دوی دا شوم اهداف نور پرینږدی چی پر مخ لاړ شی .الله دی د دی شهیدانو کورنی ته جمیل صبر په نصیب کړی او شهیدانوته دی جنتونه ورکړی او الله دی دا ګوډاګی او مزدور حکومت د امریکا… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

اناالله وانا الیه راجعون شهیدانو ته دی الله ج جنتونه ورپه برخه کړی کورنیو ته دی الله ج اجرونه اوصبر نصیب کړی دا څو پر لپسی غمیزی دی چی د دین په مراکزو کیږی زه وایم چی کومه بله خوندی کړنلاره د دستار بندی لپاره ولټوی که نه دا کفار او ددوی ګوډاګیان اراده لری چی دا دحق دلاری لارویان درڅخه خلاص کړی ډیر ترکیز په دی وکوی چی خوندی طریقی د طالبانو حافظانو او علماو جهادی قوماندانانو د غونډولپاره جوړی شی

اخترمحمد گیلانی
میلمه
اخترمحمد گیلانی

الله دی امریکا او ددوی غلامان تباه اوبر باد کی شهیدانو ته جنت فردوس غواړم او کورینو ته ی صبر

نورالدین
میلمه
نورالدین

انالله وانااليه راجعون -سلام عليكم بماصبرتم فنعم عقبي الدار

اسحق
میلمه
اسحق

اوس وګورو هغوی چه چیری به د طالبانو له خوا د کابل غلامان او باداران ولوتل ویل به یی ټول په کی غیری نظامی یعنی ملکی کسان په شهادت رسیدلی حتی امریکایانو به یی هم په شهیدانو کی شمیرل . اوس وګورو چه د دغه تنکو ځوانانو چه ټول یا اکثریت یی ماشومان او دینی علما دی اوس ږغ پورته کوی که نه