fbpx

د کندوز فاجعه د امریکايي مشاورینو د مشاورت لومړنۍ نتیجه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

خبري رسنۍ د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په حواله خبر ورکوي چې امریکايي الوتکو د یادې ولسوالۍ د دفتاڼو کلي پر یوې دیني مدرسې بمبار کړی چې له امله یې خواوشا ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو زیات مرګوني ټپیان دي.

د رسنیو د خبر له مخې د دشت ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي او امنیه قومندان نیازمحمد عمر خیل ویلي چې دا بوږنوونکې پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوه چې کله امریکايي الوتکو په یاد کلي کې د یوې دیني مدرسي د قرآن کریم د حافظانو د فراغت غونډه په نښه او له امله یې په غونډه کې پر موجودو حافظانو سربیره د هغوي مدرسین، دیني علماء او د سیمي زیات شمیر ولسي خلګ ووژل شول.

د دشت ارچي پر ولسوال او امنیه قومندان علاوه د کندوز ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي هم د پیښې د تائید ترڅنګ په هغې کې د ګڼو ولسي کسانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

په تیره یوه اونۍ کې دا د خپل نوعیت له مخې د وهمه پیښه ده چې امریکايي او دولتي ځواکونه دیني مدارس په نښه کوي چې له امله یې یو شمیر دیني عالمان او د هغوی زده کوونکي ( د قرآن کریم حافظان) په بوږنوونکي ډول وژل کیږي.

دا چې د ولایت امنیه قومندان او په سیمه کې نور مهم دولتي چارواکي د امریکایانو لخوا پر دیني مدرسې او په هغې کې د قرآن کریم د حافظانو پر وژل کیدو شاهدي ورکوي نور به د امریکايي ځواکونو د خپل سري او جنایت تر دې بل کوم ژوندي ثبوت ته اړتیاوي.

د ولسي خلګو ، دولتي سرتیرو او د ولس د غم او ښادۍ له تجمعاتو بمبارولو وروسته اوس د ټرمپ د ستراتیژۍ د پلي کیدو په حال کې د امریکايي بمباریو ترکیز پر دیني مدارسو او مساجدو متمرکز شوی چې له تیرو اوو میاشتو راهیسي یې د هیواد په بیلابیلو برخو کې متعددې بیلګې لیدل شوې دي.

ګد حکومت چې په تبلیغاتي لحاظ یې ټول زور د سولې په نوم غونډو او کنفرانسونو باندې دی، ښايي د کندوز د اوسنۍ خونړۍ فاجعې په وړاندې یې مهم غبرګون د هغې په اړه د یوه بي صلاحیته پلاوي د ټاکلو اعلان وي چې د جنایت تر سره کوونکو په اړه د هیڅ کولو عملي توان نه لري.

افغانستان ته د امریکايي جنګي مشاورینو تر راتګ وروسته د کندوز فاجعه لومړنۍ پیښه ده چې ښايي د همدې مشاورینو د لومړنیو مشورو په ترڅ کې رامنځته شوې وي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې تر دې وروسته د افغانستان دیني مدارس، مساجد او دیني تجمعات د امریکايي مشاورینو د نویو مشورو پر اساس د افغان او امریکايي ځواکونو د بریدونو لومړني اهداف وي.

د دیني مدارسو او مساجدو په نښه کول د امریکایانو لپاره له دوو وجو لومړیتوب لري:

لومړی: د مسلمانانو د مذهبي مراکزو په حیث د هغوی تخریبول د امریکايي ځواکونو د یوه وظیفوي مأموریت په توګه.

دوهم : د دیني مدارسو او مساجدو په تخریبولو سره د افغانانو په منځ کې د مذهبي احساساتو په را پارولو سره د جګړې ګرمول چې د ټرمپ د جنګي تګلارې د یوې برخې په توګه عملي کیږي .

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

د امريکا او ګوډاګيانو يې بېخ ووځه چې ولسي وګړي وژني. ټول بايد د کابل او نورو ولاياتو کې ښځه او نر لاريون راوباسي او په بهرنيو د وېستو غږ پورته کړي. دا بايد مسلسل دوامداره لاريون وي چې شپه او ورځ روان وي. لعنت دې په هر سرکوزي شي چې دغسې ناروا بريدونه نه غندي. طالبان هم باید هرډول خبرو ته چمتو شي چې پلمه ګوډاګي دولت ته د طالبانو د بېغورئ جوړه نه وي.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

وقت انتقام است: قتل عام کشتار تقریباً ۲۵۰ نفر متعلمین مردم مظلوم ستمدیده ما توسط اشغالگران وحشی تروریست امریکا/ناتو و غلام بچه های اجیر دست نشانده شان در دشت ارچی ولایت کندز جنایت جنگی می باشد و با شدید ترین الفاظ محکوم میکنم دفاع از جان و سرومال حق مشروع هر انسان است و حالا وقت انتقام است که آزادی خواهان ملت ما طالبان برای دفاع زنان اطفال مظلوم بی دفاع ما از سلاح های پیشرفته شیمیایی شان برای دفاع اطفال زنان ما استفاده کنند!!؟؟؟ . هموطنان عزیز، صلیبی های وحشی بالای وطن ما حمله کرده اند و هر روز… نور لوستل »

عبدالرقیب رقیب
میلمه
عبدالرقیب رقیب

ځیني خلک په مدرسو د بمباردونو په تړاو داسي توجیهات کوي چي ګواکي دا د نړۍ والو شرخوښو پلان ده ترڅو افغانان د دیني او عصري په نوم سره واچوي. زه د مدرسې د مهتمم او استاذ په حیث ټولو جهتونو ته وایم چي که دا شریر پلان شنډول غواړئ نو د دې په ځاي چي طالب ته د حوصلې سپارښتنې وکړئ لازمه دا ده چي د طالب چيغي ته انعکاس ورکړئ، د طالب په ځاي تاسو وژاړئ او ټولي هغه دروازې وټکوئ چي تاسو ته ورنه ګلان او معاشونه راځي او په طالب ورنه فقط أوامر او بمونه اوري.… نور لوستل »

عبدالعزیز
میلمه
عبدالعزیز

اين يك عمل عمدي است تا جلو مدارس ديني و روان كردن اطفال توسط والدين شان به این مدارس را گرفته باشند زیرا آنها میدانند که همین مدارس است که ارزش های اسلامی را تعلیم وتحفظ میکند

اقبال
میلمه
اقبال

زه هم د رقیب صاحب وړاندیز او توصیه تایید او بدرګه کوم