له جامعه قاسميې ۲۳ مفتيان فارغ شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې د جامعه قاسميې ۲۳ نوو فارغو شوو مفتيانو ته د فضيلت پګړۍ پر سر کړای شوې.

فارغ شوي مفتيان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي او جامعه قاسميه کې د دوو کالو افتاء درس تر لوستو وروسته يې د فقهې، حديثو او دعوت او صحافت په برخه کې خپلې څېړنيزې مقالې وليکلې او نن يې د فراغت وروستۍ غونډه وه.

د دارالافتا فارغانو هر يو په خپل نوبت سره د دستاربندۍ جلسې ته په خپل وار د خپلې ليکل شوې مقالې په اړتيا، ستونزو او ارزښت لنډې خبرې وکړې او د نمونې په توګه د دوو فاضلانو د بحثونو مناقشې وشوې.

د مدرسې استادانو او مشرانو د خپل نصاب او ديني علومو په ستونزو، اهميت او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او راغلو علماوو د مفتي حبيب الله قاسمي او د مدرسې د مشر مفتي محمد ابو سعيد راشد د هڅو او نوښتونو ستاينه وکړه، چې په لږو امکاناتو او تنګو ظروفو کې يې په لوړه کچه علمي او څېړنيز کارونه روان کړي دي.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ګڼ شمېر علماء کرامو مشايخو، قاريانو، طالبانو او عامو مسلمانانو ګډون درلود سهار لس بجې پيل او تر ماسپښين دوو بجو يې دوام درلود، چې پکې ګڼ شمېر علماوو او  مشايخو ويناوې وکړې، د ديني علومو او د افتا پر اهميت او ضرورت يې خبرې وکړې.

د جامعه قاسميه د پنځو تمهيدي ټولګيو زده کوونکو په خپل وار په پښتو، عربي، دري او انګليسي  ژبو مقالې او تقريرونه د غونډې برخه والو ته واورول.

جامعه قاسميه کې د ابتدايي درسونو تر څنګ په افتاء، حديثو او دعوت او ژورنالېزم برخو تخصص لپاره د مدرسو فارغان مني.

د فقهې تخصص د اسلامي فتاواوو او افتا اصولو تر څنګ د فقهاوو پېژندنې، معاصر پېښېدونکو مالي، بانکي او ټولنيزو مسايل او پر پښتو ادبي ليک مهمې برخې بلل کيږي.

د تخصص في الحديث کې د حديثو او د حديثو اړوند د جرحې، تعديل، اسناد او د حديثو له علومو بحث او څېړنه کيږي.

تخصص في الدعوة و الصحافة کې د اسلامي دعوت او اسلام ته د رابللو اصول او لارو چارو تر څنګ د اسلامي ژورناليزم اساسات، قواعد او عملي نمونې د بحث او څېړنو لاندې نيول کيږي.

ديادونې وړ ده چې جامعه قاسميه خپل ځانګړی علمي نصاب لري چې د همدې جامعې د تعليمي نصاب دکميټې له لورې تيار شوی  دی.

په ياده جامعه کې لومړی پنځه تمهيدي ټولګي دي چې په کې زده کونکو ته پکې د ديني علومو ترڅنګ  عصري مضامين لوستل کيږی .

د همدې جامعې د پنځو تمهيدي ټولګيو څخه فارغ شوی طالب العلم په عربي، پښتو او درې روانې خبرې او ليکل کولای شي. همدغه راز دپښتو کره ليکدود او ګرامر او د انګليسي او کمپيوټر ابتدايي زده کړه هم د همدې جامعې د نصاب برخه ده.

د جامعه قاسميه د زده کوونکو وړتيا او استعدادونه له دې امله هم ډيرښه دي چې استادان يې يوازې په تعليمي چارو بسنه نه کوي بلکې د هغوی هر راز علمي، فکري او د زده‌کوونکي د ټولنيز شخصيت جوړونې ته فکر هم لري چې ددې لپاره په اوونۍ کې يوه غونډه کوي، طالبان پکې په بيلابيلو موضوعاتو ليکنې او ويناوې وړاندې کوي چې د هغو دغه استعدادونه او وړتياوې د غونډې برخه والو هم په خپلو سترګو ولېدې چې له لومړي ټولګي څخه ترپنځم تمهيدي ټولګي پورې زده کوونکو له اټکله پورته په پښتو، عربي او دري ژبو ويناوې او مقالې وړاندې کړې.

جامعه قاسميه د هېواد د وتلي عالم او د اسلامي ژورنالېزم د بنسټګر مولوي رحيم الله زرمتي رحمه الله په لاس جوړه شوې. اوس د مدرسې مشري د ارواښاد د مشر زوی، مفتي حبيب‌الله قاسمي پر غاړه ده.

مفتي قاسمي د اسلامي نړۍ د ستر عالم شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني شاګرد او دارالعلوم کراچۍ څخه فارغ شوی، تر اوسه يې د افتا، اسلامي فقهې، اسلامي بانکدارۍ، اقتصاد، ښوونيز نصاب او ګڼو ټولنيزو موضوعاتو په اړه لسګونو کتابونه ليکلي او ژباړلي او راتلونکي لپاره يې هوډ کړی، چې د هېواد په کچه د اسلامي مدرسو لپاره داسې يو نصاب په مدرسو کې عملي کړي، چې د مدرسې شاګردان او فارغان د دين تر څنګ د ژوند په نورو او ورځنيو چارو کې برلاسي وي او د اسلامي علومو تر څنګ په عصري علومو کې هم مهارت ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د