پر سپین پګړیو مسلمانو د تورو چورلکو بمبار

زخمي افغان

سپینه پګړۍ زموږ په دیني – ملي کلتور کې د پاکي، سپیڅلتیا، وقار او دیانت نښه ده، په کلي او اولس کې یوازې د ټولنې تر ټولو معزز او مؤقر خلک سپینې پګړۍ پر سر کوي. دیني عالمان، ملا امامان، سپین ږیري حاجیان او صوفیان د سپینو پګړیو لائق بلل کیږي. حتی عادي طالبان هم سپیني پګړۍ نه تړي، یوازې هغه وخت چې یو طالب د علمي سفر وروستي منزل ته ورسیږي، مروج علوم او فنون خلاص کړي، د احادیثو دوره پای ته ورسوي نو بیا ورته شیوخ او مشران علماء کرام د تبرک لپاره سپینه پګړۍ پر سر ږدي.

د فراغت پګړۍ تړل یا دستاربندي د دیني علومو هغه اختتامي مراسم دي، لکه د پوهنتوني محصلانو اختتامي مراسم، هغه چې فارغ محصلین په کې چپنې او ځانګړې خولۍ پر سر کوي او له یو عالم هیلو او خوښیو سره د خپل علمي سفر یوه مهمه مرحله پای ته رسوي.

له یوه محصل او طالب سره شاید تر ټولو ستر ظلم او جفا دا وي چې د خپل ژوند په همدې هیجاني او روح پاروونکي ورځ ( د فراغت په ورځ) یې ژوند ته د پای ټکی کیښودل شي. زموږ هیواد چې تاریخ یې په ترخو حادثو او فجائعو ډک دی، تر اوسه مو په کې دداسې ستر او بوږنوونکي ظلم بیلګه نه درلوده. مګر دا د مفکر او مفشن د واکمنۍ برکات(!) دي چې دغسې دردوونکې او زړه ته نه لویدونکې غمیزه مو هم په کې ولیده.

د افغانستان له شمال کندز ولایت څخه مؤثق خبرونه وایي چې نن له غرمې مخکې د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دوتاڼو بازار ته نږدې  د ګوجرو د اخندزاده صاحب په مدرسه ( دارالعلوم الهاشمیة) کې د ګڼ شمیر دیني طالب العلمانو او حافظانو د دستار فضیلت د تړلو جلسه جوړه شوې وه، د شاوخوا سیمې ګڼ مدرسین علماء، شیوخ او ملا امامان غونډې ته راغلي وو، په جلسه کې د علم فضائل بیانیدل او د قال الله او قال الرسول په زمزمو سره اولس ته دیني هدایات وړاندې کیدل. د فارغو طالب العلمانو خپلوانو، والدین واو اقاربو له یوه دنیا هیلو او خوښیو سره د خپلو زامنو او وروڼو د فراغت مراسم لمانځل، هغوی ته یې ګلپوش موټرونه، د غاړې هارونه او د تبریکۍ بینرونه برابر کړي وو. چې یو ناڅاپه د شنه اسمان افق تندریز شو. تورې خونړۍ چورلکې په هوا کې راښکاره شوه او د جلسې سیمې ته په رسیدو یې په عامو بې دفاع خلکو بې دریغه بمبار پیل کړ.

تاسو تصور وکړئ، چې په سپین پګړیو عالمانو د تورو چورلکو د بمبار په مهال به په جلسه ګاه کې څه پیښ شوي وي؟ څومره سپینې پګړۍ به په وینو کې شټیدلې وي، څومره دنګې او سپین لباسه ځوانۍ به رانړیدلې وي او څومره له قرآن او صحیح البخاري نه ډکې سینې به د چورلکو د شلکا په مرمیو غلبیل شوي وي.

که د اسلام او مسلمانۍ تاریخ یوې خواته کیږدو آیا د کفر په تاریخ کې مو تراوسه د داسې ظلم بیلګه لیدلې ده؟

آیا تر اوسه اسرائیلو یهودانو د فلسطیني طالب العلمانو د فراغت په کومه غونډه بمبار کړی دی؟

آیا د استعمار په کلونو کې غاصبو اشغالګرو په کوم اسلامي هیواد کې دمسلمانانو د کومې داسې مذهبي غونډې تر دې حده توهین کړی دی؟

نه پوهیږو دغه خنځیر زړی مفکر د کومو عقدو او کینو ګوډی دی چې په دې مسلمان بيچاره اولس یې زړه نه سړیږي او مختلف النوع ظلمونو او وحشتونو یې وژني، درد ورکوي او د غمونو داستان یې اوږدوي.

په کندز کې د سپین پګړیو طالب العلمانو د فراغت په غونډه د تورو چورلکو د برید د تلفاتو په اړه تراوسه وروستۍ شمیرې نه دې معلومې، اکثره رسنۍ وایي تر ۶۰ تنو زیات کسان چې ټول یې نوي ځوان عالمان، سپین ږیري مدرسین او د هغوی متعلقین اولسي خلک دي په شهادت رسول شوي دي. د کره معلوماتو له مخې په بمبار کې تر ۷۰ تنه زیات اولسي خلک ټپیان شوي هم دي.

و الی الله المشتکی و به نستعین

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالحنان همت
میلمه
عبدالحنان همت

زما یقین دی چې دکندز غمیزه به په زرګونو فدایان وږیږوي ماته خو خپل ضعیف ایمان را مالوم دی خو له هغه سره سره مې په زړه کې لمبې بلیږي
نو هغوی چې د قوي ایمان خاوندان وي هیڅکله بې توپیره نشي پاته کیدلی
وار به یې ضرور اخستل کیږي او یوه ورځ به ضرور راځي چې فتح به د مؤمن ولس په برخه کیږي چې نه به یرغلګر وي او نه یې له وجدان خلاص مړ سترګي غلامان
ان شاءلله

افغان
میلمه
افغان

زه هم باور لرم ، چه الله ج به د دی غچ اخلی ، فدایان خو لا وروسته خبره ده ، مګر زه دا وایم چه تر غج اختستلو دمخه غچ اخستنه چریان لری دا جنګ دی جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ،. په دی اړه زما وړاندیز طالبانو ورونو ته هم دا دی چه اولس کلو کی باید تاسی نور هوشیار شوی یاست د دغه پټکو تړلو اړه نشته او که وی باید پت او مرموزه ډول تر سره شی .