
کندز پېښه (نظم) / خیرخوا
د شَمَر د کربلا کيسه زړه شوه
هاغه چغه په کرار کرار سړه شوه
د حسين د مدرسو قتل شروع شو
دې عظمت ته هغه پېښه راوړه شوه
هغوی سر د حسین پرې کړ دښمني وه
دلته غاړې پرې کوونکي طبع زمايي
هغوی سر د حسين پرې کړ لاړل ورک شول
دلته خاندي د خوښۍ سندرې وايي
د هغه شَمَر د سترګو شرم و چې
د کوفې لارو کوڅو کې چا ونه ليد
د هغه شَمَر په سترګو کې حيا وه
چې په ښار او بانډو کې چا ونه ليد
د دې عصر شمران بې سترګو خلک
په ښکاره نارې وهي چې ما وژلي
د دې عصر شَمَران له حيا پاک دي
جوړوي پر هره سيمه کَکَر څلي
د هغه شَمَر يزيد وايي خفه و
د هغه شَمَر يزيد وايي ژړلې
د هغه شَمَر يزيد بې پته نه و
د هغه شمر يزيد ښځې ژغورلې
راشه اوس د دې بې پتو چاره ګوره
چې مرګه مخکې پت درڅخه واخلي
پر حريم دې غلبله کاندي درجوړه
بيا دې وژني چې عزت درڅخه واخلي
ای د ننګ او د غيرت پامته دارانو
د کوفې او د بصرې وګړي نه شئ
چې يې سر د حسين وسپاره شَمر ته
په ژونديو ناحسابه مړي نه شئ
ای د ننګ او د غيرت پامته دارانو
يو تکبير يوه ناره د غزا غواړي
سرسپارلي لېوني زلمي په کار دی
تُنده ګرمه نغاره د غزا غواړي
ای راځئ چې عاقبت يې رب ته پرېږدو
تورې پورته کړو د زغرو غم کې نه شو
غزاګانو ته د مرګ په تمه لاړ شو
د نړۍ نړۍ لښکرو غم کې نه شو