نظــر

ماشوم سياستوال جنرال عبدالرازق ” روغ لېونی “

د وېش لغړی هم په سياست ګوتي وهي !

هسي هم درواغجنو سیاستوالو د سياست نوم وربد کړی ، دغو جاهلو او بېدينو خلکو سياست چي په اسلامي ژوندانه کي يو مهم او ضروری رکن دی ؛ دومره بدنام کړی چي اوس په عامو خلکو کي دا خبره مشهوره ده چي سياست معنی درواغ ! 

د امريکايې بې بندوباره ديموکراسۍ په برکت نوي زېږېدلي سياستوال چي لغړيان ، هیروینیان ، چرسيان ، شرابيان ، غله ، روغ لېونيان  او داسي نور عناصر ورڅخه عبارت دي ؛ کله کله داسي لېونۍ ، بې مسئوليته او درواغجني څرګندوني وکړي چي ددوي خپل سياستوال هم ورته حيران سي ، د امريکايي ديموکراسۍ له بطنه همداسي يوه نوي زېږلی ماشوم سياستوال برګ جنرال جناب عبدالرازق خان دی چي د مظومانو په شهادت ، وحشت ، بداخلاقی او … متصف خونخوار قوماندان پېژندل کېږي همدا اوس اوس يې په سياست هم لاس پوري کړی او غواړي يوه پېژندل سوې سیاسي څېره ورڅخه جوړه سي ، نوموړي څه موده مخکي د امنيتي تړون په باب د خپل نظر څرګندولو په ترڅ کي له امريکا ګيله کړيوه چي ولي يې تر اوسه پر پاکستان حمله نه ده کړې ځکه دده په وينا ترهګري خو سرحد نلري !!!

جنرال صاحب دخپلو نوښتګرو سياسي څرګندونو په دوام نن يوه بله نادره څرګندونه وکړه چي ټول خبريالان ، خپل ملګري چارواکي او کېدای سي امريکايي استخبارات يې هم هک پک کړي وي .

تر وخت تېر استخباراتي معلومات

“  د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، کوم استخباراتي معلومات چې هغوى ته رسېدلي، ښايي د وسله والو مخالفينو رهبري شورا د ټاکنو د نه ګډوډولو پرېکړه وکړي او خلک به په دغه ملي پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي “  (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣)

رازق په خپلو څرګندونو وويل چي رهبري شورا به د ټاکنو نه ګډوډلو پرېکړه وکړي او دا خبره يې د خپلو قوي استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وکړه خو داسي ښکاري چي دغه استخباراتي معلومات ورته ډېر ناوخته رسيدلي دي او د خپلو زياتو مصروفيتونو له امله له حالاتو په بېخبرۍ يې نن ميدان ته کړل  ځکه طالبانو ټيک نهه ورځي مخکي ( دجون پر ۲ ) د انتخاباتو امريکايي ډرامه وغندل او خلک يې خبر کړل چي شرکت پکي ونکړي او همدا نن سهار يې خپل وروستی خبرداری هم خلکو ته پدغو ټکو کي ورکړ    ”  دې لپاره چې مسلمان ملت مو په غير شعورې ډول په دغه پردۍ پروسه کې برخوال نه شي، بیاهم په خلکو غږ کوو چې د جوزا د مياشتې د ۲۴ تاریخ په انتخاباتي ډرامه کې شريک نشي او دتیرپه څیرکلک پريکون ورسره وکړي، که احيانا څوک بیا هم د اسلامي امارت حکمونو او غوښتنو ته پاملرنه نه کوي اوپه انتخاباتو کي شرکت کوي نو دهر ډول ناوړه عواقبو پړه به یي پرخپله غاړه وي،ځکه چي په انتخاباتو کې ګډون د کفارو د پلانونو په ترسره کولو کې له هغو سره مخامخ مرسته ده هرڅوک چې له کفاروسره په دغه ناولي پروسه کې برخه اخلي داسلام دمقدس دین له نظره مجرم بلل کیږي .  “طالبانو خو د مخکنۍ اعلاميې په شان نن هم خپل دريځ څرګند کړ اوس د وېش د لغړی استخباراتي معلومات او څرګندوني تاسو خپله توجيه کړئ !

ماشوم سياستوال ته ټول خلک ماشومان برېښي !

رازق ښايي فکر کړيوي چي د خپل دغه نادره بيان په برکت به دوې موخي تر لاسه کړم :

لومړی : دده د ليد لوري له مخي په افغانستان کي جنګېدونکي طالبان خپل سري ، نا منظم او له مرکزي رهبرۍ څخه بې برخي جنګيالي دي چي د هر کس ناکس څرګندوني ورباندي اغېز کولاي سي او چي زه ووايم “: د طالبانو رهبري شورا پرېکړه کړي انتخابات مخ ګډودوئ ” دوی به سمدستي ورباندي باور وکړي او يا به اقلاً مشکوک سي ، پدې ډول به د طالبانو په مينځ کي اختلاف هم پيدا کړم او د انتخاباتو پلويان هم !

دوهم : رازق به دافکر هم کړيوي چي عام خلک به زما خبري يقيني وبولي او باور به وکړي چي د طالبانو مشرانو انتخابات نه دي تحريم کړي نو که څوک انتخابات ګډوډوي دا به طالبان نه وي بلکه دده په وينا د بهرنيو هيوادونو استخباراتي خلک  دا کار کوي ، نو پدې ډول به اولس هغه مينه چي له طالبانو سره يې لري د انتخاباتو له ګډوډونکو سره ونلري !

خو آيا رازق به دا فکر هم کړيوي چي زما پر دغو خبرو به خلکو څومره خندلي وي ؟ اوس چي دافغانستان نژدې ټول لوستي کسان انټرنيټ ته لاسرسی لري او د طالبانو پر ويبسايټ يې د انتخاباتو په اړه اخطاريه اعلاميې لوستي وي دده د نننيو څرګندونو په اړه به يې بېله دغي فيصلي چي دا خو هم تيار ”  روغ لېونی ” دی بله فيصله کړيوي ؟ آيا هغه سياستمداران چي دده ستاينه يې کول دده په ماشومانه خبرو به نه وي شرمېدلي ؟ او بالآخره عام اولس چي طالبان تر هر چا ښه پېژني او د ملت د اصيلو بچيانو ، مجاهدينو او د هيواد د ازادوونکو په سترګه ورته ګوي آيا د طالبانوپه  اړه به يې دده خبري زړه ته ولوېږي ؟ ………… نه ! هيڅکله نه !!!

غلام سخي دي د روغ لېوني لقب رازق ته اهداء کړي

د کابل رژيم له اړخه د زابل امنيه قوماندان غلام سخي خپل ځان ته د روغ ليوني تخلص غوره کړی چي يقيناً ورسره مناسب هم دی ځکه زموږ خلک روغ ليونی هغه ټګ ته وايي چي خپله ګوزاره په غولدنګی سره تېروي او د ملامتۍ په وخت کي ځان له مسئوليته خلاص بولي ، غلام سخي چي کله د لوګر امنيه قوماندان وو يو ځل طالبانو د نورو ولايتونو تر څنګ پر لوګر هم استشهادي عمليات ترسره کړل ، دعملياتو د روان بهير په ترڅ کي روغ ليوني خبريالانو ته ډاډ ورکاوه چي نور کار خلاص او سيمه با امنه ده چي ناڅاپه دده شاته چاودنه وسوه او په ډېره بېړه او وېره يي دخبرو مسېر غلط سو او ګډوډي يې وويلي ، ما چي کله دا صحنه وليدل واقعاً چي د روغ ليوني تخلص مي د لقب په ډول ده ته د اهداء وړ وباله ، اوس چي د کندهار جنرال ؟ له غلام سخي ډېر د ليونتوب تر پولي اوښتي د روغ ليوني د لقب ډېر مستحق بلل کېږي نو هيله مي داده چي کاشکي نور رسنۍ د کندهار امنيه قوماندان په دغه ډول معرفي کړي ”  د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق روغ لېونی “

ليکنه : قاري محمد يونس

—–

ټولي لیکني د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x