شعـــــرونه

د علم جنازه/ عُقابي جانان

ظالمه څنګه دې بمبار کړله جلسه د کلي
څنګه په سرو وينو دې رنګ کړه مدرسه د کلي

دې لوی وحشت او بربريت ته دې زړه څنګه ښه کړو
کړه پاڼې پاڼې دې د ګلو ګلدسته د کلي

ودې داغل د مؤمنانو، مسلمانو زړونه
سورۍ سورۍ دې کړه د علم سرچينه د کلي

د یرغلګرو،ښکرورو شاباسي په خاطر
غلاګرو لوټ مو کړه زمونږ واړه سرمايه د کلي

شول عالمان او حافظان او طالبان شهيدان
په پسرلي کې مو خزان شولو مېلمه د کلي

سپينې پګړۍ د فراغت،د شهادت تاجونه
اخ الله اوته د علم جنازه د کلي

مسلمانۍ له امله دومره کړاونه زغمو
په غم لړلې د زمونږ هره کوڅه د کلي

زه”عُقابي جانان” به کوم کوم جنایت وه غندم
ړنګ جماتونه،مدرسې ړنګه حجره د کلي
ــــــــــــــــ
د کندوز دشت ارچي بمبار
۱۶/۷/۱۴۳۹هـ ق
۱۳/۱/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/2م

“عُقابي جانان”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x