نظــر

د ارګ او ممبر واټن!!

ابو یاسر افغان

د کابل ادارې پردیپالي مشر اشرف غني خپله وعده پوره کړه او د امریکا جنګي ستراتیژي یې د ارګ په توسط په دیني مدارسو عملي کړه.

هغه ورځ ننګرهار و ورپسې فراه او دا دې پرون یې په کندوز کې دیني مدرسه بمبار کړه او لسګونه طالب علمان یې په خپلو وینو کې و لمبول!!

هوکی! ارګبګیان دوه مخي خلک دي او خبرې یې هم دوه اړخه لري، په خوله یو څه وایي په عمل کې بل څه، لنډه دا چې پر دیني مدرسو او مسجدونو د امریکایي صلیبي یرغلګرو او د دوی د ارګبګي لاټیانو وحشیانه بریدونه په وحشت او شدت سره شروع دي.

متل دی چې د میږي د مرګ وخت راشي، نو وزرې یې پیدا شي، د امریکایي یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو د ذلیلي ماتې او هلاکت را رسیدلی او ژر ده چې پاک رب جل جلاله به یې د همدې تش لاسي خو د ایمان په وسله سمبال افغان غیور ملت په لاسونو د ذلیل او عبرتناک شکست سره مخ کړي.

د دیني مدرسو او مساجدو سره دښمني د الله جل جلاله سره دښمني ده او د الله جل جلاله دښمنانو تل په داسې ناچیزه مخلوق او کمزوریو موجوداتو سره شکست او ماتې خوړلی چې د دوی په تصور کې به هم نه ؤ، امریکا به هم تښتي خو د امریکا په زور په دې ملت مسلط حکماء او چورواکي به د د دیني مدرسو، مسجدونو او کلیو کورونو د بمبار په ګډون د هر هغه وحشت او تروریزم ځواب وایي چې دا نن یې دوی تر سره کوي.

د کندوز مظلوم طالب علمان په داسې حال کې شهیدان شول چې له کلونو سبق ویلو وروسته یې د خپلو تنکیو هیلو غوټۍ په سپړېدو وې، هغوی شهیدان شول، خو ویني به یې داسې اتلان وزیږوي چې امریکا ګوډاګیانو ته به د سرونو په کاسو کې اوبه ورکړي.

وخت د دې خبرې را رسیدلی چې افغان ولس نور د اسلام سره د دغه مصنوعي او جعلي متفکر دښمني درک کړي او د امریکایي ښکېلاک پرضد په ټول هېواد کې یو سر تاسري پاڅون وکړي، تر څو نور د اشغال او ذلت له دغې ګردابه راووځي.

شاعر وایي:

ګریوان مې پریږده که پر ځان دې خپل ګریوان لوریږي

دومره مې ووهه چې څومره دې پر ځان لوریږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

HAMWATAN SALAM;I AM TELLING THIS IN PAST 200 YEARS AFGHANISTAN NEVER GOT LIKE HONOR ASHRAFGHANI/
IN THE FEUTURE I DON,T THINK IF WE FIND LIKE ASHRAFGHANI;YOU LOOK TO PROJECTS/PLEASE OPEN YOUR EYES/EVERY DAY PRO JECTS BECOME READY AND MORE START FOR CONTRUCT.
WHAT ASHRAF GHANI DOING IF YOU HAVE A FEW SENSE,THIS IS GOOD FOR AFGHANISTAN.BE HONEST,THINK WITH SELF.
MULA OMER WAS GAY/HE FUCK MANY YOUNG BOYS IN THE JIHAAD TIME,MANSOOR AND GAIBATULLAH IS INTELEGENT OF I S I.
THINK FOR COUNTRY.THANK YOU

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x