fbpx
1 hadees

د یوه حدیث شرحه – (څلورمه برخه)

دویم هلاکوونکی : هوي مُتبع

یعني د هرچا چې خپل زړه څه غواړې هغه کوي ، هوي هغه شي ته وایې چې انسان مینه ورسره لري او د ده زړه یې غواړي ، قران کریم وایې : ونَهى النفْسَ عن الهَوى. او چې ځان یې د نفس او هوي له غوښتنو منعه کړ .

او دانسان د نفس او زړه غوښتنې د الله د غوښتنو خلاف ګناهونه او معصیتونه وي . د نفس د پیروي او د زړه د غوښتنو ګڼ شمیر مفاسد او خرابۍ دي چې څو یې دلته را اخلو :

د نفس غوښتنې مفاسد

لومړی : هوا او نفس غوښتنه چې له هرشي سره یوځای شي خرابوي یې ، که له علم او پوهې سره هو او نفسي غوښتنې یوځای شي عالم بیلارې ، ګمراه او دنفس لیونی کړي ، په بدعتونو او بیلاریو یې اخته کړي ، که له زهد سره هوا او نفس غوښتنې یوځای شي زاهد ریاکار او ګناهګار وګرځوي ، که واکمن او دقدرت څښتن د هوي په ناروغي اخته شي ظلم او له حق نه انکار ته مخه کړي ، که په ویش او تقسیم کې هوي او نفس غوښتنې ځای ونیسي عدل او انصاف له منځه یوسي ، لنډه دا چې هوي او نفس غوښتنې هر غوره عمل شیطاني عمل ګرځوي .

دویم : خدای جل جلاله په قرانکریم د نفس او هوا پیروي کوونکی له سپک حیوان سره پرتله کړی دی ، کله یې له سپي سره تشبیه کړی دی لکه په دې ایت کې : ولكنه أخلد إلى الأرض واتبع هواه فمثله كمثل الكلب (سورة الأعراف. 176) . یعني خو هغه ځمکي ته ټیټ شو او دخپل نفس پیروي یې وکړه نو د ده مثال دسپي ده . او کله یې له خرو سره تشبیه کړی دی لکه په دې ایت کې : كأنهم حمر مستنفرة فرت من قسورة .

دریم : عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وایې : د هوي او نفس پیروي کوونکی چې هرځای په قران کریم کې یاد شوی دی بدې اوذم یې بیان شوی دی او دهوي او نفس له پیروي کوونکي لوی ګمراه او بیلاري بل نشته لکه قران کریم ویې : وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ .سورة القصص . 50) یعني د الله له هدایت پرته چې څوک د خپل نفس پیروي وکړي له هغه به بل لوی ګمراه نه وي . امام الشعبي وایې چې هوي ته هوي ځکه وایې چې د هوي پیروي کوونکی به په اور کې لویږې . الجامع لأحكام القرآن (16/144) للقرطبي .

امام حسن البصري رحمه الله وایې : د هوا پیروي کوونکی انسان داسې وي چې هرڅه یې زړه وغواړي کوي یې “هو الذي لا يهوى شيئا إلا ركبه”، . امام قتاده رحمه الله وایې : د هوا دپیروي کوونکي چې هرڅه ته زړه وشي پرې سپریږي . اوهرڅه یې چې زړه وغواړي یوډول تقوي او ورعه یې هم له هغه شي نشې منعه کولی . “هو الذي كلما هوى شيئا ركبه ، وكلما اشتهى شيئا أتاه لا يحجزه عن ذلك ورع ولا تقوى” جامع العلوم والحكم، صـ(210).

څلرم : هوا او دنفس پیروي یوه ناروغي ده او مخالفت کول یې درملنه او علاج ده ، ځیني علماو ویلې دي : که ته غواړي زه به ستا ناروغي در وښیم ، او که غواړې د هغې درملنه به هم در وښیم ، ستا دنفس غوښتنې ستا ناروغي ده او د نفس غوښتنو مخالفت کول یې درملنه او علاج ده . بشر الحافي رحمه الله وایې : بلا او مصیبت ټول ستا د نفس په غوښتنو کې ده او په مخالفت کې یې شفا ده . البلاء كله في هواك ، والشفاء كله في مُخالفتك إياه” روضة المحبين، صـ(478).

په حدیثو کې هم د هوي مخالفت او ډیره بدي بیان شوې ده ، رسول الله صلي الله علیه وسلم به دا دعا کوله : اللهم إني أعوذ بك من مُنكرات الأخلاق والأعمال والأهواء . (رواه الترمذي والحاكم ) . خدایه ! پناه غواړم له بدو اخلاقو او بدو اعمالو او دنفس له غوښتنو .

امام ابو الفرج عبدالرحمن بن الجوزي رحمه الله تعالي ( ۵۱۰ ـ ۵۹۷ ) یو ښکلی کتاب لیکلی دی چې ( ذم الهوي) نومیږې او د نفس غوښتنو او هوا په اړه یې خورا په زړه پورې بحثونه او ښایسته معلومات وړاندې کړې دي . که څوک نور تفصیلات غواړي دې کتاب ته دي مراجعه وکړي .

لیکوال: حامد افغان – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د