نړۍ

شمالي وزيرستان: دوو بې پيلوټه بريدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي

نن ټکی اسيا: شمالي وزيرستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بې پيلوټه طيارو په بريدونو کې لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي دی.

رسنۍ وايي، چې لومړی بريد د ميران شاه سيمې درګامنډۍ کلي کې پر يو کور وشو، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې و وژل شو.
په يو بل بې پيلوټه بريد کې هم لس کسان وژل شوي دي.

د رسنيو له قوله دوهم بريد د ميران شاه درپه خېلو سيمه کې پر يو کور شوی دی. ويل کيږي، چې د نوموړي کور مخته يوه لارۍ ولاړه وه، چې دې وخت کې بې پيلوټه طيارې بريد وکړ.

امنيتي سرچينې وايي، چې ياد بريد کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو له قوله يادو دواړو بريدونو کې ازبک او پنجابي طالبان وژل شوي، خو تر اوسه د وژل شويو هويت نه دی په ډاګه شوی.
د بريد مهال
دا بريد په داسې وخت کې کيږي، چې وړمه ورځ د کراچۍ په نړيوال هوايي ډګر ډله ييز بريد کې د لسو بريدګرو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي وو.
پرون پاکستاني او نړيوالو رسنيو و ويل، چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ د ياد بريد مسؤوليت منلی دی.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو اترو له پيليدو را په دې روان ۲۰۱۴ م کال کې دا لومړی بې پيلوټه بريد و، چې د پاکستان قبايلي سيمو کې وشو.
له دې مخکې اخري بې پيلوټه بريد د ۲۰۱۳ م کال ديسامبر مياشت په ۲۵ نېټه د خيبر پښتونخوا هنګو سيمه کې پر يوه مدرسه شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x