کندوز / محمدعلي عمري

خالقه ستا حضورته

درغلو بيا

پنځوس شپیته

تنکي تنکي ګلونه

ستا دقرآن

ستا دنبي ګلونه

ستادکندوز

دغه وروستي ګلونه

کړه یې درپورته

دفردوس پرزینو

دغه مظلوم مظلوم

لالي ګلونه

پرلارددين یې

خپل سرونه ولاړو

له سخت بمبار سره یې

ټول ارمانونه ولاړو

اې دجهان خالقه

اې دنبي آخیرزمان خالقه

ددې ګلانو په روي

ستادقرآن

ددې يارانو په روي

ته دخپل قهر په زور

امریکايي

اوګوډاګي نظام یې

سره چاړه غوښه کړې

ــــــــــــــــــــ

محمدعلي عمري – مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د