fbpx

شاړې نه؛ پشه یي

لیکنه: احمد «محمدي»

پشه یي د پخواني آریانا له یوولسو قبیلو څخه یوه قبیله ده په نژاد آریایي دي، کله چې د آریایي خلکو ویدي قبیله په ځینو عواملو له امله له بلخ څخه بې ځایه شوه پشه یان هم ددغو خلکو له ډلې څخه و چې د هندوکش له غرونو څخه په اوښتو د هغه جنوب خوا ته په شنو او ښیرازه لمنو کې میشت شول، د ریګ ویدي سرودونو پر بنسټ (۱۴۰۰ق م) په هغه وخت کې د «الینا» په نومونو یادیدل، چې تر اوسه هغه ریښه د اله سای، الینګار او الیشنګ چې د پشه یي خلکو د اوسیدو سیمې دي موندل کیږي. دغه قوم د پشه یي په نامه ځانته ژبه هم لري چې د هندي ژبو د دارديک په ښاخونو کې راځي، پشه یي کلمه ددغې خاورې په تاریخ کې ډیره پخوانۍ ریښه لري، چې د تاریخ په مختلفو پړاونو کې د بهاشه، بهشه، پشاچه، پیشه چه، پیشاچي، پشاوي، پاشایي، پشیي، پشئي او پشه ای په نومونو ثبت شوی دی. د وجه تسمیه لپاره بیلابیل نظریات شتون لري خو پر یو څو یې ډیری په یوه خوله دي.

۱ـ ځینې تاریخ پوهان پشه یي کلمه له پشاثه یا پشاچه څخه اخیستی نوم ګڼي چې د دیو او غوښه خوړونکي معنی ورکوي، ځکه چې پشه یان اکثرأ پیاوړي او جسیم دي.

۲ـ یوه ډله نظر لري چې پشه یي کلمه له پشي یا پښي څخه نیول شوې ده چې د ځواکمن او کلک معنی ورکوي، ځکه په پشه یي ژبه کې دیوال او پښتي ته پشي یا پښي وایي.

۳ـ یو داسې نظر هم شته چې په ډیره پخوا زمانه کې ددغو خلکو شاهي وه، چې وروسته دغه خلک د ژبې او قوم اړیکې د شاه پرنسبت د پاشایي په نوم یاد شوي دي؛ ځکه پخوا شاه ته پاشا ویل کیده او د وخت په تیریدو سره د همدغې اړیکې په اساس پاشایي، پشایي او پشه یي نومول شوي دي.

اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته چې شاړې څه معنی؟

شاړې د پشه یي لرغونې آریایي (آریک) ژبې د (شاړیک – تلل، روانیدل) د مصدر څخه د مفرد مخاطب لپاره د حال زماني امریه فعل دی او د (ځئ، روان شئ، لاړ شئ) په معنی سره راځي.

څنګه چې پشه یي خلک اکثرأ په غرییزو سیمو کې اوسي او په غرونو کې ژوند کوي تل په حرکت، خوځنده او فعال دي. په یو ځای کې ډیر وخت لپاره کښیناستی نه شي او تل په خپله ژبه کې د شاړو (ځو) کلمه ډیره کاروي.

د شاړو له مصدر څخه په پشه یي ژبه کې ډیرې کلمې او فعلونه جوړ شوي دي او په دغه ژبه کې ډیر کارول کیږي، د مثال په توګه: شاړیک (تلل)، شاړګا (ځي)، شاړیچ هان (روان دي)، شاړګي یا شاړګایي (ځې)، شاړ ته کي؟ (ځې؟)، شاړتیچ (ځي)، شاړته کیم (ځم)، شاړت (ځئ)، شاړو (لاړ شو) او….

مثلأ، په ورځنیو خبرو کې وایو:

شاړت که شاړو. (ځئ چې لاړ شو.)

محمود شاړیک ها. (محمود روان دی.)

تومه شاړیچ هان. (هغوی روان دي.)

کا وانه شاړو؟ (چیرته لاړ شو؟)

یعنې په ورځنیو خبرو اترو کې د شاړې کلمې ډیره کارول، د ځینو ناپوهه کسانو له خوا ددغې خاورې یو لرغوني قوم ته د شاړې نوم کارول کیږي.

دغه قوم د پشه یي په نوم د تاریخ په اوږدو کې یاد شوی دی، چې د ظهیر الدین بابر په بابرنامه کې هم ددغه قوم نوم راغلی دی. ژبه او کلمې یو قراردادي سمبولونه دي چې د یوې ټولنې خلکو له خوا منل شوي دي، که ددغه قوم نوم شاړې وای هیڅ ستونزه نه وه؛ ځکه نوم نه د چا ارزښت لوړولی او نه هم ټیټولی شي یوازینې ځانګړنه چې یو چاته ارزښت ورکوي د هغه نیک اخلاق او په ټولنه کې نیک چلند دی. موږ د یو مسلمان په توګه دا عقیده لرو چې هیڅوک یو پر بل غوره والی نه لري؛ مګر په تقوا کې او باور لرو چې یو چاته په هغه نومونو غږ وکړو، چې هغه پرې خوشحالیږي.

پشه یي قوم ته یوازې په ختیځ کې او پښتنو له خوا شاړې نوم د اهانت او تحقیر لپاره کارول کیږي، کیدای شي چې له دغه قوم سره په ځینو چارو کې د کشمکشونو او لانجې را ولاړیدل وي ځکه چې په یوه جغرافیه کې سره اوسیږي، چې د تمسخر لپاره او د خپل مقابل لوري د کم ښودلو لپاره ویل شوی وي.

که د اسلامي متنونو مراعت خپل اخلاقي دنده نه عملي کوې نو د اساسي قانون مراعت خو حقوقي وجیبه ده او د نه پاملرنې په صورت کې د قانوي چلند سره مخامیږي، د یو قوم اهانت هم اخلاقي او هم حقوقي سرغړونه ده؛ باید د یو مسلمان په توګه ډیره توجه ورته وشي.

ډیری بیا په ناخبرتیا کې پشه یي او شاړې دوه بیل قومونه ګڼي، خو موږ په نړۍ کې د شاړې په نوم کوم قوم نه لرو؛ دلته په ځانګړې توګه ختیځ کې د الینایي (پشه یي او نورستاني) قوم ته شاړې کلمه کارول کیږي، چې د ټولو تاریخي اسنادونو پر ضد یو څه دی.

د نړۍ د تاریخ یو جبر دا دی، چې اقلیتونه تل د اکثریتونو له لوري تحقیر او تمسخر شوي او له جغرافیې څخه شړل شوي له بده مرغه زموږ په هیواد کې د اکثرو اقلیتونو حقوق تر پښو لاندې شوي په ځانګړې توګه د پشه یي قوم، چې د ژوند په ټولو برخو کې له محرومیتونو سره لاس او ګریوان دي.

خدای دې وکړي چې د ټولو قومونو حقونو په خوندیتوب سره یو سوکاله او آباد هیواد ولرو!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د