fbpx

کندهار کې په نړیواله کچه د جوړ شوي لوبغالي پرانیسته وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ، افغان حکومت او د هند سفارت ترمنځ د پخوا شوي تړون له مخې نن په کندهار کې د لوبغالي پرانیسته وشوه.

ددغې تړون له مخې هند د افغانستان سره د مرستې په پلمه په درېیو ولایتونو کې د کرېکټ لوبغالو درې اړخیزه تړون لاسلیک کړی و، چې اوس په کندهار ولایت کې د لوبغالي پرانیستې مراسم ترسره شول.

په دغه پرانیست غونډه کې د هند هېواد سفیر، د کندهار ولایت والي، د کندهار امنیه قومندان، د ولایتي شورا غړو، د بوست زون مسؤول او د کندهار کرېکټ لوبغاړو ګډون کړی وو.

دغه لوبغالی چې د کندهار په عینو مینه ښار کې د حوزې په کچه جوړیږي اوه لکه امریکایي ډالره لګښت لري چې تر دې دمه یې لا چارې په پوره توګه بشپړې شوې نه دي.

د کندهار والي په دغه پرانیست غونډه کې د هند هېواد سفیر څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د لوبغالي د پاتې کارونو لپاره نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

د هند سفیر کندهار ته د لوبغالي د پرانیستې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و، نوموړي ددغې لوبغالي د پرانیستې لپاره په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د افغانستان خلکو د کرېکټ په برخه کې بې ساری پرمختګ کړی دی.

نوموړي ددې تر څنګ زیاته کړه چې د لوبغالي جوړیدو نه وروسته ددې ساتنه اړینه ده، نوموړي وویل چې په دې لوبغالي کې دننه په معیاري کچه یو میلمستون هم جوړوي چې د ۳۶۰ زره ډالرو لګښت پرې راځي»، ددغې لوبغالي بودیجه پخوا اعلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ، افغان حکومت او د هند سفارت لخوا یو درې اړخیزه تړون لاسلیک شوی و چې د هند سفارت په مرسته به د افغانستان په درې بیلا بیلو ولایتونو کې د کرېکټ لوبغالي جوړیږي چې به په نړیواله کچه معیاري وي.

د یادونې وړ ده چې په دغه پرانیست غونډه کې د کرېکټ بورډ هیڅ کوم چارواکي ګډون نه و کړی، خو د کندهار ولایت کرېکټ لوبغاړو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د