ابن سلمان: سعودي د اسرائیل سره مشترکې ګټې لري، ایران، اخوان او داعش د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې امریکا ته یې د دوه اونیز اوږده سفر وروستۍ ورځې دي، د امریکايي مجلې «دی انتلانتیک» سره یې په مرکه کې ویلي چې سعودي د اسرائیل سره ډیرې مشترکې ګټې لري، او د اخوان المسلمین ډله یې یو ځل بیا د شر د مثلث یوه برخه بللې.

ابن سلمان ویلي چې د اسرائیل حجم ته په کتو یې اقتصاد ډیر قوي دی، که چیري د فلسطین موضوع حل شي، نو د اسرائیل او خلیجي هیوادونو په ګډون د مصر او اردن سره به ډیرې مشترکې ګټې ولري.

نوموړي څخه پوښتنه وشوه، ایا اسرائیل حق لري چې په فلسطین کې یوه برخه ځمکه ولري، نوموړي وویل، اسرائیل او فلسطینیان دواړه حق لري چې پر خپلو ځمکو ژوند وکړي.

نوموړي وویل چې په فلسطین کې د هیڅ یوه ولس پر خلاف نه دی، فقط د مسجد اقصی او فلسطیني ولس په اړه اندېښنه لري.

ابن سلمان وویل سعودي د هیڅ یوه یهودي سره مشکل نه لري، ځکه چې د اروپا او امریکا څخه راغلي ډیر یهودیان او عیسایان په سعودي کې کارونه او ژوند کوي.

نوموړي وویل چې سعودي د کال ۱۹۷۹ ترمخه د کمونیزم پر ضد د اخوان المسلمین ملاتړ وکړ، هغه وخت حتی مصر هم د کمونیزم اړخ ته میلان درلود، مونږ غوښتل چې په هره وسیله ممکنه وي، باید د کمونیزم مخه ونیسو، ځکه مو هغه وخت د اخوان المسلمین ملاتړ وکړ.
او زیاته یې کړه، چې د شر مثلث ایران، اخوان المسلمین، القاعده او داعش دي.

ابن سلمان د «شر مثلث» فلسفه نوره داسي تشریح کړه:

هټلر د ایراني مرشد اعلی څخه ډېر ښه وو، ځکه چې هغه یوازي د اروپا د نیولو پلان درلود، خو د ایران مرشد غواړي ټوله نړۍ باندي واکمن شي. دوی داسي فکر کوي چې د شیعه ګانو سخت دریځ فکر په نشرولو سره به امام مهدي «غایب» را څرګند شي او هغه به د ایران څخه پر ټوله نړۍ واکمن شي.

د اخوان المسلمین په اړه یې وویل چې دوی د دیموکراسي او ټاکنو له لاري حکم ته رسیدل غواړي او بیا د هغې لاري غواړي خلافت قایم کړي او هغه ټولې نړۍ ته پراخ کړي چې مشري به یې ددوی مرشد اعلی کوي.

د شر دریم اړخ یې القاعده او داعش یاده کړل او په وینا یې دواړې ډلې پر وچ قوت ټینګار کوي او غواړي چې ټوله مسلمانان او نړۍ په قوت او شدت سره خپل تر تصرف لاندي راولي..
او زیاته یې کړه چې ددغه دواړو ډلو مشران په لومړیو کې د اخوان المسلمین ډلې غړي وه.

د برتانیې انډیپنډنټ ورځپاڼې او د اسرائیلو هآرتس ورځپاڼې دواړو د هغو ناستو څخه پرده پورته کړې چې ابن سلمان د یهودي ډلو او مشرانو سره په امریکا کې لیدلي، چې په هغو کې د یهودانو او اسرائیلو ټولې معتمدې ډلې او تنظیمونه شامل دي کوم چې په امریکا کې د اسرائیل او یهودو په ملاتړ فعالیت کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

اوتاسو دمثلث دمثلث يوه برخه ياست