ورزش

د ټولو ستونزو سربیره، د فټبال نړیوال جام افتتاح نن کیږي

د فټبال ۲۰م نړیوال جام افتتاح نن په برازیل کې کیږي.

لومړنۍ سیالي به د برازیل او کورشیا لوبډلو ته منځ ترسره شي.   دا دوهم وار دی چې برازیل د فوټبال نړیوال جام کوربه کیږي. په ۱۹۵۰ز کال کې هم برازیل د نړیوال جام کوربه و.

د فوټبال نړیوال جام چې تر یوې میاشتې به روان وي، په کې ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې، دوی په اتو ګروپونو ویشل شوي.

د برازیل جمهور رئیسه جیلما روسیف وايي چې دوی د فټبال نړیوال جام ته بشپړ تیاری لري.

برازیل کې له تېر یو کال راهیسې د سختو مظاهرو له امله د فوټبال د ځینو لوبغالو کارونه لا تر ننه نه دي بشپړ شوي. دغه نړیوال جام برازیل ته په ډير لویه بیه پریوت او تر اوسه يې پرې ۱۱ میلیارده امریکايي ډالر مصرف کړی.

د فټبال لومړنی افتتاحي سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۴۵ دقیقو پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x