کرېکټ: نیوزېلنډ نولس کاله وروسته انګلستان ته د ټیسټ لوبې سیریز کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۷ل): د نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلې انګلستان لوبډلې ته نولس کاله وروسته د دوه ټیسټ سیالیو سیریز کې په یو صفر ماتې ورکړه.

نیوزېلنډ لوبډلې نن سه شنبه له سختې لوبې او په پوره استقامت د انګلستان په وړاندې لوبه مساوي کړه، چې په پای کې يې په یو صفر بریا خپله کړه.

له ۱۹۹۹ میلادي کال راپدیخوا نیوزېلنډ لوبډلې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې هیڅ کومه د ټیسټ سیالیو سیریز نه و ګټلی، ددوی د تېرو ټیسټ سیالیو مهالویش د خبر په پای کې په لاندې ورکړل شوي انځور کې کتلی شئ.

ددوی ترمنځ په لومړۍ سیالۍ کې نیوزېلنډ لوبډلې غوره توپ اچونه ترسره کړې وه، چې په لومړي پاڼۍ کې یې انګلستان لوبډله په ۵۸ منډو سوځولې وه، چې په پای کې نیوزېلنډ انګستان ته د یوې پاڼۍ او ۴۹ منډو په لرلو ستره ماتې ورکړه.

په دویمه ټیسټ لوبه کې په وروستۍ ورځ نیوزېلنډ لوبډلې ته د لسو ویکټو په لرلو سره د ۳۴۰ منډو اړتیا وه، ددوی لپاره د لوبې ګټل اړین نه بلکې مساوي کول هم ګټور وو، چې یو وخت لوبه د انګلستان په ګټه تمامه وه، خو په پای کې د ایش سودهي، دی ګراندهومې او نیل ویګنر دفاعي لوبې په سیالۍ مساوي کولو کې مرسته وکړه.Top of Form

په پای کې د نیوزېلنډ چټک توپ اچونکی ټرینټ بولټ د سیریز غوره لوبغاړي جایزه او ترڅنګ یې ملګری چټک توپ اچونکی ټیم ساوتهي د دویمې لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د