افغانستان

يوناما د دشت ارچي د بمبار په اړه تحقیقات کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر، یوناما پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په کندوز کې د شوې پېښې په اړه تحقیقات کوي.

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ پر مراسمو د بمبار له امله شاوخوا ۱۵۰تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپيان دي.

يوناما لیکلي، د پېښې په اړه د بشري حقونو د څارنې ډلې د معلوماتو په راغونډولو بوختې دي.

دغه دفتر چې هر کال د ملکي تلفاتو په اړه کلنی راپور هم خپروي، د جګړې پر دواړو لوریو غږ کړی، چې د ملکي تلفات په مخنیوي کې دې جدي اوسي.

پرون د کندوز د دشت ارچي د دفتاڼو په اخندزاده جومات کې د دستاربندۍ پر مراسمو برید سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدین او د دې ولسوالۍ امنیه قومندان نیازمحمد عمرخېل د پېښې په لومړیو کې وویل، چې بمبار بهرنیو ځواکونو کړی او تلفات يې ټول ملکي وګړو ته اوښتي دي.

خو په شمال زون کې د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي دعوه کوي چې بمبار افغان ځواکونو کړی او په وینا يې ۱۵ وسله وال طالبان يې وژلي دي.

د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي بیا تر دې هم پورته شمېر ښيي او وايي چې ۲۰ طالبان يې د ۷ تاجکستاني او ۲ پاکستاني وسله والو په ګډون وژلي دي.

دې پېښې د سیاسي مخورو هم توند غبرګونونه راپارولي دي، په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د كندز ولايت په ارچي ولسوالی کې د مدرسي د فارغينو په جلسه باندې د امريکا د وحشت هوايي يرغل قصدي او ظالمانه دی، د وحشت داسي کړنې بايد په کلکو ټکو وغندل شي او مسؤل کسان بايد خپله چوپتيا ماته کړي. د علماوو، مدارسو، مساجدو او نورو مذهبي مقدساتو په وړاندې دا مؤامرة خطرناکه ده.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي: «پخوانی جمهور رئیس دغه راز بریدونه چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ د خلکو پر کورونو، مدرسو ، او شفاخانو تر سره کېږي او له عام ولس څخه قرباني اخلي بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بولي.»

ياده دې وي له تر دې بمبار یوه ورځ وړاندې د ګډ حکومت مشر ډاکټر غني په پکتیا کې پر خلکو غږ وکړ، چې د دوی «د سولې له طرحې» سره همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نظم نوین جهانی د بشری ناورین د رامنځته کولو او ساتلو د پاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه د خوږو او سپیڅلو اصطلاحاتو کارول او لکه د ملګری ملتو ، یوناما، بشری حقوقو ، ښځو حقوقو ، ماشومانو حقوق ، د بیان ازادی ، د خلکو ټاکنی او ورته نور داسی نومونه او نهادونه یی رامنځته کړی چه له نومونو یی د مظلوم بشریت ددردمنو زړونه ملهم کیږی ولی برخلاف هماغه نومونه او نهادونه په اصل کی د ځنګل د لویانو او ګیدړانو نومونه او سمبولونه دی . حتی لکه د نجیب، کرزی، او غنی په شان تر ټولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x