په میران شاه کې نن بیا بې پلوټه الوتکو (ډرون) برید کړی

drone

(نن ټکی آسیا): نن د میران شاه په میر علی کلی کې ډرون حمله شوې، پاکستاني چارواکې ادعا کړې چې دا برید د طالبانو پر یو هستوګن ځای باندي شوی او په نتیجه کې یې شپږ طالبان وژل شوي، او څو نور ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې په وژل شوو کسانو کې بعضي د القاعده مهم غړي دي.
د طالبانو مرګ ژوبله تر اوسه تایید شوي نه ده.

دا برید په داسی وخت کې شوې چې د امریکا اولس مشر مرستیال جو بایډن د پاکستان په سفر دی، د پاکستان عام اولس ددا رنګه بریدونو څخه سخت په تنګ شوي او هر وخت یی په ضد لاریونونه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.