نړۍ

هيګل: د بريګډال د خلاصون وروستی چانس همدا تبادله وه

نن ټکی اسيا: د NBC تلويزوني شبکې له قوله د امريکا د دفاع وزير چيک هيګل د يوازني امريکايي عسکر او پنځو لوړپوړو طالب مشرانو د تبادلې دفاع وکړه او زياته يې کړه، چې له دې پرته د بريګډال د خلاصون بله لاره نه تر سترګو کېده.

هيګل پرون چهار شنبه کانګريس ته په خپلو خبرو کې د بريدګډال او پنځو طالب مشرانو د تبادلې کلکه دفاع وکړه او زياته يې کړه، چې دوی د خپل بندي عسکر د ژوند او صحت په اړه ډېر انديښمن وو او د نوموړي د خلاصون لپاره يوازنۍ لار همدا تبادله وه.

جګړه يو ګنده کاروبار دی

هيګل زياته کړه، چې جګړه يو کنده او خطرناک کاروبار دی، چې سړی سختو او ترخو فيصلو ته اړ باسي.

هيګل وايي، چې دوی هم نه غوښتل چې طالبانو سره دې دا معامله وکړي، مګر ځينې ترخه حقايق دي، چې بايد ويې منو.

د بريګډال د تبادلې د کمېټې غړي وايي، چې د بريګډال د لټون په موخه لږ تر لږه اته امريکايي عسکر وژل شوي، چې غوښتل يې بريګډال پيدا کړي.

هيګل د کانګريس د غړيو ترخو پوښتنو ته د ځواب پر مهال و ويل، چې د بريګډال د خلاصون لپاره همدا وروستۍ لار وه او بل هيڅ چانس نه تر سترګو کيده.

 

هيګل ټينګا وکړ، چې د پټو معلوماتو پر اساس دوی دا پريکړه وکړه، ځکه چې وخت زموږ په ګته نه و او هره لحظه زموږ په تاوان وه.

د کانګريس جمهوري پلوو غړيو و ويل، چې هيګل او ملګرو يې ډېره کمزورې پريکړه کړې او د بريګډال د تبادلې خبرې اترې د روان کال له جنوري پيل شوې وې او کانګريس بايد خامخا خبر وای، مګر د اوباما ادارې قصدا کانګريس نه دی خبر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x