افغانستان

ولسي جرګه: د ملي امنیت رییس دې لرې کړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې ځينو غړو د ملي امنیت رییس پر نورو «سیاسي فعالیتونو» بوخت بللی او له حکومته يې غوښتي چې له دندې يې وشړي.

وکیلانو وروسته له هغه دا غږ کړی، چې د ولسي جرګې له ورغوښتلو سره سره معصوم ستانکزي له ورتګه انکار کړی.

دوی د لاسلیکونو په راټولولو سره ملي امنیت د رییس له لوري دا حرکت د پارلمان سپکاوی بللی او د هغه د استیضاح او صلاحیت د سلبولو غوښتنه يې کړې.

صنا خبري بنسټ، د ولسي جرګې د غړي حمیدزي لالي پر حواله وايي، چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د ملي امنیت د ریاست لپاره کوم کار نه دی کړی، بلکې پر سیاسي بوختیاوو مصروف دی.

د ملي امنیت ریاست په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

پر دې امنیتي ارګان په داسې حال کې د بې کفایتۍ تور پورې کېږي، چې حکومت د راتلونکو ټاکنو د خوندیتوب په پلمه د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

امنیت شورا پر امنیتي ادارو غږ کړی، چې د رایي اچونې مرکزونو د خوندیتوب لپاره دې د دوی پر ورکړې طرحه عمل وکړي.

د شنونکو په باور د حکومت د ارګانونو تر منځ نه همغږي د دې علت شوې، چې پر یو بل بې باوري پکې نوره هم غښتلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x