fbpx

سویلي افریقا استرالیا ته ټیسټ سیریز کې په درې یو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۷ل): سویلي افریقا لوبډلې له ډېر ځنډه وروسته پخپله ځمکه له استرالیا څخه د څلورو ټیسټ لوبو سیرز په درې یو وګاټه.

سویلي افریقا لوبډلې له ۱۹۷۰م کال وروسته پخپل کوربه توب استرالیا لوبډلې ته په ټيسټ سیریز کې له ماتې ورکولو قاصر و، چې اوس یې په ستره ماتې ورکولو سره دغه ریکارډ ختم او د لړۍ جام یې خپل کړ.

ددغې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې سویلي افریقا لوبډلې ۴۸۸ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې استرالیا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۲۱ منډې جوړې کړې.

ورپسې سویلي افریقا دویمه پاڼۍ پېل کړه، چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۴۴ منډې جوړې کړې او استرالیا ته یې پاڼۍ ورکړه، استرالیا ته په وروستۍ پاڼۍ کې د ۶۱۱ منډو پوره کولو اړتیا وه، چې ټوله لوبډله یې د ۱۱۹ منډو په جوړولو وسوځېده، او د ۴۹۲ منډو په ستر توپیر یې سیالۍ وبایلله.

دا په داسې حال کې چې استرالیا لوبډلې په تېره نیږدې کې په اشیز نومې سیالیو کې انګلستان لوبډلې ته د پنځه ټیسټ سیالیو سیریز کې په څلور صفر ماتې ورکړې وه.

همدا ډول د استرالیا لوبغاړو څخه د ماتو نه هضمېدلو په صورت کې د توپ خرابولو عمل ترسره شو، چې په تور یې د لوبډلمشر ترڅنګ مرستیال او یو تکړه توپوهونکی له بندیز سره مخ شول، او همدا ډول یې مشر روزونکي ډیرن لیهمن هم استعفا ورکړه.

سویلي افریقا لوبډلې په یاد سیریز کې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې په زړه پورې لوبه ترسره کړه، چې هم یې ډیرې منډې جوړې کړې او هم یې د استرالیا توپوهونکي ډیرو منډو جوړولو ته پرینښودل، چې په پای کې یې د څلورو سیالیو سیریز په درې یو وګاټه.

دغه بریا د سویلي افریقا لپاره پخپله خاوره د استرالیا پر وړاندې ۳۸ کاله وروسته رامنځته شوه، چې ورسره یې په وروستۍ لوبه کې پخپل تاریخ کې د ډیرو ۴۹۲ منډو په توپیر ماتې هم ورکړه.

ددغې سیریز په پای ته رسېدو سره د سویلي افریقا چټک غوره توپ اچونکی مورنې مورکل هم له نړیوالو لوبو رخصت شو، نوموړي څه موده وړاندې ددغې سیریز پوره کولو وروسته د خپلې استعفا اعلان کړی و.

نوموړی دولس کالو پورې د سویلي افریقا لوبډلې برخه وه، چې په مجموعي ډول یې ۵۴۵ ویکټې ترلاسه کړي دي. په دې موده کې یې ۸۶ ټیسټ لوبو کې ۳۰۹ ویکټې ترلاسه کړي، همدا ډول یې ۱۱۷ یو ورځینۍ لوبې ترسره کړې چې ۱۸۸ ویکټې یې ترلاسه کړې، ددې ترڅنګ یې په ۴۴ شل اوریزو لوبو کې ۴۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.

په دغه سیریز کې د سویلي افریقا چټک ځوان توپ اچونکی کاګیسو رپاډا ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې، چې د سیریز غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، نوموړی په ټيسټ لوبو نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د