د دشت ارچي پېښې توند غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): په کندوز کې د دشت ارچې په دفتاڼو بازار کې د دستاربندۍ پر مراسمو بمبار توند غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې، دا یو «بشر ضد» جنایت ګڼل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا بمبار د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف بلل شوی دی.

«دغه راز بریدونه چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ د خلکو پر کورونو، مدرسو ، او شفاخانو تر سره کېږي او له عام ولس څخه قرباني اخلي بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.»

د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي هم پر پېښه خواشيني ښوودلې او ويلي يې دي، چې باید د سولې لپاره شریکي هڅې وشي.

هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه، لیکلي: «افغانان نور له انفجار، انتحار او بمبار نه ستړي شوي دي، هره ورځ لسګونه هېوادوال له لاسه ورکوو، د هېواد له هر کونجه د بدبختۍ خبرونه رارسېږي، پر همدې خاطر د سولې غږ پورته شوی، موږ په پوره توان د سولې غوښتونکي يو.»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم پر پېښه خواشيني ښوودلې او دا يې د بمبارکوونکو قصدي وحشت بللی دی.

«د كندز ولايت په ارچي ولسوالی کې د مدرسي د فارغينو په جلسه باندې د امريکا د وحشت هوايي يرغل قصدي او ظالمانه دی، د وحشت داسي کړنې بايد په کلکو ټکو وغندل شي او مسؤل کسان بايد خپله چوپتيا ماته کړي. د علماوو، مدارسو، مساجدو او نورو مذهبي مقدساتو په وړاندې دا مؤامرة خطرناکه ده.»

په کندوز کې تېره ورځ هوايي بمبار د دستاربندۍ په مراسمو کې ۱۵۰ تنه ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ټپیان کړل.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعید او امنیه قومندان نیازمحمد عمرخېل د پېښو په لومړیو کې پخلی وکړ، چې تلفات ټول ملکي وګړو ته اوښتي دي او برید بهرنیانو کړی دی.

خو په شمال زون کې د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي دعوه کوي چې بمبار افغان ځواکونو کړی او په وینا يې ۱۵ وسله وال طالبان يې وژلي دي.

دې پېښې خواله رسنیو کې هم توند غبرګونونه راپارولي او دا يې د حکومت له لوري د امریکا د ستراتېژۍ ړوند تطبیق بللی دی.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي، چې لا هم ځينې حکومت پلوي د ده په اصطلاح «ټرمپکیان» دې بريد ته هم توجهیات لټوي.

«جګړې له چا ژوند، له ګڼو وجدان، ضمیر واخیست. د کندوز په پېښه خاموشې، د بهانو، تورونو توږل، د لایل وړاندې کول، د څو بې ضمیره ټرمپکیانو ورځنی روز مزد دی چې دوی یې د بادار د خوشالولو، د جګړې د دوام او د افغان وژنې د زیاتوالي د پاره کوي.»

یو بل ټولنیز فعال خیرالله شینواری په طنزي انداز د ډاکټر غني په اړه لیکلي: «د ارګ او جومات تر منځ يې ښه فاصله لنډ کړه، د ده ټولې وعدې دغسې دي.»

هغه وړاندې د هغو څو تنو چې دا بمبار هم نېک کار بولي په اړه لیکي: «ځوانانو ډير ښه د تفکيک وخت رارسيدلی، ښه ورته ځير شئ، ښه يې په نښه کړئ، دا جګړه فقط او فقط د همدوی ملاتړ روانه ساتلې، دا يلغار زمونږ په خاوره د همدوی په مرسته روان دی، دا يرغلګر همدوی په مونږ زمريان کړي، دې روانو وينو ته همدوی ويالې جوړوي، د هر جنايت او وحشت وروسته همدا څو نمک حرامه دي چې پرتوګونه ورته ګنډي، نه يې پدې ملت زړه خوږيږي، نه يې ددې وطن په بچي تعليم پيرزو دی، نه پرې سوله پيرزو ده او نه هم حتی ژوند، ددوی زړونه د صحرا کاڼي ګرځېدلي، د وجدان په نامه څه ندي ورپاتې، ددوی او د ولس تر مينځ نور کومه اړيکه نده پاتې.»

شفیع اعظم هم، د ډاکټر غني د دوه ګوني چلند په اړه لیکلي: «ولسمشر غني چې کله ارګ کې د کیمرو مخته ماشومان و ويني نو سم له واره ورته په ګونډو او بغل کشي شروع کړي. د احساساتي ملت ورته نو کړنګ او پوزه نه ټېنګېږي. بیا چې همداسې ګلالي ماشومان بله ورځ هلمند، کندز یا بل ځای د ده په سرقومندان اعلی یئ کې په ګولیو او باروتو غلبیل شي اف نباسي. چیغې وهي هيڅ افغان له بل افغان نه زیات/کم ندی. نو ایا دا کار او ډبل سټنډرډز خو به دروغ او منافقت کې نه راځي؟»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د