مولانا عبدالصبور: د کندز په دیني مدرسې بمبار د ظلم او بربریت انتهاء ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د نهاد علمي علماء افغانستان مشر (مولانا عبدالصبور) وايي چې د کندز د دشت ارچي په مدرسې بمبار هیڅ معقوله توجیه نه لري.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په حیلو او بهانو د وړو حافظانو بچو وژل «د ظلم او بربریت انتهاء» ده.

هغه د حکومت پالیسي متضاده ګڼلې چې کله د سولې غږ کوي او کله د دیني عالمانو او طالب العلمانو په عاموژنه لاس پورې کوي.

مولانا عبدالصبور زیاتوي چې د حکومت له دې چلند څخه دا جوتیږي چې په جګړه کې د تشدد د ډیرولو «دانسته» کوښښ کوي.

نوموړی د جګړې دریدل د ملت ګټه بولي او لیکي:

«د استعماري قوتونو ګټه د جنګ ډېرولو کې ده، خو د ملت فايده د جنګ ودريدو کې نغښتې ده».

د هغه په باور، دا ډول پیښې د حکومت او ملت ترمینځ فاصلې ډیروي.

مولانا عبدالصبور په هغو کسانو نیوکه کړې چې په خواله رسنیو کې د یادې پیښې «نامعقوله» توجیهات لټوي. د هغه په خبره د «ملت وژنې دا سیکولر توجیهات» د حکومت مشکلات لاپسې ډیروي.

د نهاد علمي علماء افغانستان مشر (مولانا عبدالصبور) دغه راز په حکومت غږ کړی چې د ورته پیښو په اړه باید خپل موقف څرګند کړي او زیاته کړې يې ده چې د حکومت چوپتیا په ولس او دیني کړیو کې شکوک او شبهات لاپسې زیاتوي.

هغه په یوې جلا لیکنه کې د افغانستان د علماوو علمي نهاد په استازیتوب، په فراه ولایت کې د دستاربندۍ د غونډې په ګډونوالو هوايي برید په کلکه غندلی او په هیواد کې يې د دیني عالمانو د خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

مولانا عبدالصبور ویلي چې ملت په علماوو اعتماد لري او هم پرې خفه کېږي. نوموړي زیاته کړې:

«حکومت بايد دکمونستي حکومتونو تجربې تکرار نکړي چې د هغې ناوړه پايلې ټولو وليدې. علماء عاجز، کمزوري او لاچاره نه دي بلکې د لوړو ملي مصالحو په خاطر په تشدد لاس نه پورې کوي. حکومت بايد دا حقيقتونه درک کړي».

تېره ورځ د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دولتي چورلکو د یوې مدرسې د دستاربندۍ مراسم په نښه کړل او سلګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، چې ګڼ شمېر یې کم عمره ماشومان وو.

دفاع وزارت د پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی او ویاند یې (محمد رادمنش) وايي چې ځواکونو یې د مهمو طالب قومندانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ طالبان وژلي دي.

خو طالب ویاند (ذبیح الله مجاهد) وايي، که خبریالان او رسنۍ غواړي چې د تیرې ورځې د ملکي تلفاتو ساحې ته ورشي او مستند راپور جوړ کړي، طالبانو یې د لارې په اوږدو او د پيښې په ساحه کې لازم تدابیر نیولي او په اطمنان سره ورتللی شي.

د کندز د تیرې ورځې خونړي بمبار نه وروسته په دولت باندې ولسي فشارونو زور اخیستی، خو دولتي چارواکو تراوسه خپله پړه نه ده منلې. یاده پیښه په تیرو اوولسو کلونو کې د خونړیو ملکي تلفاتو په لړ کې کمسارې بلل کیږي.

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مولانا عبدالصبور صاحب او د جمیعت اصلاح نورو مشرانو ته ! د مولوی صاحب له دی ویناوو جه د قندوز د کربلایی فاجعی غندنه یی کړی ستاینه او مننه کوم. مګر : غندنی هله د کولو او منلو وړ وی چه زمونږ کور دننه قومی، ګوندی ، سمتی او یا مذهبی جګړی وی هغه وخت هم نه یواځی غندنی بلکه منځګړیتوب وکړو او که کوم اړخ منځګړیتوب نه منی په ضد یی کړنی ترسره شی . مګر هیواد کی اوسنی جنګ د امریکا په مشری د نړیوال کفر د اشغال او دهغوی د غلامانو په ضد جنګ دی زمونږ هیواد… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هیڅ سالم انسان او مسلمان او افغان د بېګناه انسان خصوصاً معصومو ماشومانو د بېرحمانه او ظالمانه وژنی د غندنی د سرحد څخه عبور نشی کولای یعنی هر بیدار او ویښ وجدان او ایمان دا پېښه غندی خو باید له ځینو پټو او ښکاره او مرموزو زاویو د مشاهدې څخه هم غافل نشو.د ترافیک په قوانینو کی یوه اصطلاح شته چه ورته ( ړنده زاویه) وائي.یو چلوونکی باید په ډېر دقت دې ړندې یا مړې زاوئې ته پاملرنه وکړی. مقصد می دادی چه نن سبا زموږ په کابل کی د ټولو سترو نړیوالو سوداګرانو پټ او ښکاره نمائندګان په ورسپارل… نور لوستل »