پښــــتو ادب

د ماښام ډوډۍ ـ لنډه کیسه

 سپين ږيرى سړى ستړى ستومانه له کاره د کوردروازې ته نږدې شو، په دروازه کې يې پنځه کلن زوى د ده پر تمه وو، په بېړه يې وويل: _سلام پلارجانه! يوه پوښتنه درنه وکړم؟

_ ولې نه، کومه پوښتنه؟

_ پلارجانه! ته په يوساعت کې څومره پيسې اخلي؟

 سړي په تريو تندي وويل: دا په تاپورې څه اړه لري، ولې داسې پوښتنې کوې؟

_هسې ماويل چې پوى شم.

_که يواځې د پوهېدو له پاره وايې، نو په يوه ساعت کې شل ډالراخلم.

 هلک ځوړند سرسوړ اسويلي ويوست، پلارته يې وکتل: _لس ډالر به پور راکړې؟

 سړى په غوسه شو:

_که دې د لو بو د شيانو له پاره د پيسو پوښتنه کړې وي، ډېربد دي کړي، په منډه خونې ته ځه، سم سوچ وکړه! چې ولې دومره ځان خوښى يې؟ زه ټوله ورځ په کارکې ستړى ستومانه يم، ستادې اپلاتو ته وخت نه لرم.

ماشوم په وړو ګامونو خونې ته ننوت، ور يې ورپورې کړ، د سړي غوسه زياته شوه:

_ته اوس ده ته ګوره! يواځې د پيسو غوښتو له پاره داسې پوښتنې کوي!

ساعت وروسته د سړي غوسه سړه شوه، فکر يې وکړ چې له ماشوم سره هسې دومره تېزلاړ، د هغه به لس ډالرپه کارو، هسې خو يې پوښتنه نه کوله. نور کله يې ولې په دومره ستړياکې نه ورته ويل! سړى د ماشوم خونې ورغى:

_ويده شوې بچو!

_نه، ويښ يم پلاره.

_ماويل هسې په تاغوسه شوم ټوله ورځ مې سخت ډېرکارکړى، د ټول کار د ستړياوو غچ مې له تاواخېسته، راشه بچو! دغه لس ډالر واخله! ماشوم لاسونه وپړقول، په زوره يې په خنداوويل:

_مننه پلارجانه!

تر بالښت لاندې يې لاسونه وښورول، په دسمال کې نغښتې بټوه يې را واخېسته، سړي چې د پيسو بټوه او د هغې په منځ کې پيسې وليدې، بيا يې تندى تريو شو:

_له تاسره خو دغه دي پيسې شته، نو بيادې ولې غوښتې؟  

ماشوم په مسکا ځواب ورکړ

_خوټولې پوره نه وي اوس پوره شل ډالره شو اوس کولاى شم ستا د يوساعت پيسې زه درکړم چې سبا يوساعت مخکې کورته راشې، پلارجانه! له تاسره د ماښام ډوډۍ ماته سخت ښه خوند راکوي.

پاى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x