په دریو میاشتو کې تر ۵۰ زره ډېر افغانان کډوال شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري همکارۍ د همغږۍ اداره وايي چې په تېرږ دریو میلادي میاشتو کې تر ۵۴زره ډېر افغانان بې ځایه شوي دي.

د سرچينې په قول د جګړې د توندېدو له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه کسان کډوالۍ ته اړشوي، یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۲زره تنو خپلې سیمې پرېيښې دي.

د راپور پر اساس تر ټولو ډېر کسان په کندوز کې بې ځایه شوي دي، د سرچينې په قول په دې ولایت کې د جګړې د توندېدو له امله ۱۳۵۰۰ تنو خپل کورونه پرېيښي دي.

کندوز چې پرون هم د خونړۍ بمبارۍ شاهد او ځای پر ځای پکې ۱۵۰ تنه ووژل شول او ۲۰۰ نور ډېر ټپیان شول، د میلادي کال له پیله د خونړیو جګړو پر سنګر بدل شوی دی.

د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ پیل د تېر میلادي کال په وروستیو کې وشو، چې تر اوسه پکې سلګونو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو په تېر میلادي کال کې بې ځایه شوي افغانان ۴۵۰ زره تنه ښوودلي و او وړم کال (۲۰۱۶م) يې تر ۶۶۰ زرو د ډېرو تنو د بې ځایه کېدو راپور ورکړی و.

تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما، د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ملکي وګړو او ځایونو خوندي پاتې کېدو ته جدي پام وکړي.