افغانستان

د کندوز له پېښې سره هم مهاله، د سولې په نوم بل وړاندیز

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): کندوز کې د سلګونو تنو ملکي وګړو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو مرګ ژوبله لا د رسنیو د سر خبر دی، چې د سولې شورا د حکومت پر استازیتوب د سولې غږ کړی دی.

د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي نن په کندهار کې یوې غونډې ته وویل، چې له دوی سره یو ځای کېدل د طالبانو د تسلیمۍ په مانا نه دی.

خلیلي چې د کندوز پر پېښه يې کومه تبصره نه درلوده، پخپلو خبرو کې وویل: «زه یو ځل بیا ټینګار کوم، چې له موږ سره د طالبانو سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده، بلکې موږ عزتمنه سوله غواړو!»

په ورته وخت کې د کندهار په ګاونډ هلمند کې د دولت ځينو پخوانیو ځوانو مامورینو او د مدني فعالانو په نامه څو تنو د «پرلټ» په نوم اعتراض کړی او دعوه کوي چې له طالبانو د سولې غوښتنه کوي.

د شنونکو په باور د حکومت له لوري د امریکايي جنګي ستراتېژۍ ګام پر ګام تطبیق او په وروستیو کې د فراه او کندوز ولایتونو کې د پراخې ولسي مرګ ژوبلې تر څنګ د سولې نارې یوازې د ولس غولولو هڅه ده.

د دوی پر باور حکومت د سولې لپاره یوازې شعارونه ورکوي او عملاً يې هڅې بشپړې د سولې پر خلاف دي.

ولسي جرګې هم پخپله پرونۍ ناسته کې د سولې شورا دفتر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو «کمپایني دفتر» یاد کړ او په وینا يې د سولې په برخه کې يې کوم ګام نه دی اخیستی.

کریم خلیلي په داسې حال کې د سولې په نوم تکراري غږ بیا کوي چې حکومتي بمبار پرون په د کندوز په دشت ارچي کې ۱۵۰ تنه ملکي وګړي ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x