افغانستان

مشرانو جرګه هم کندوز کې وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې دویم مرستیال وايي چې د یو شمېر وکیلانو د معلوماتو له مخې د کندوز په دشت ارچي کې وژل شوي او ټپيان ډېری ملکي وګړي دي.

محمد اصف صدیقي ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي چې دوی د پېښې د لا روښانتیا لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د هغه په وینا وروسته له هغه چې د دوی پلاوی خپل معلومات راوړي، بیا به يې روښانه کړې «چې مقصر څوک دی؟»

د کندوز د ولايتي شورا يو غړي امرالدین هم ورته څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې په بمبارۍ کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ويلي چې په دې بمبار کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتي، هغه دعوه کوي چې وسله وال طالبان هم پکې و.

د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې جلسه د «دارالعلوم هاشمیه» په نوم د مدرسې د فارغینو لپاره تیاره شوې وه، چې د سیمې مخور علما، فارغين او د هغوی د کورنۍ غړي يې ګډونوال و.

دغه پېښه د هېواد په سطحه غندل شوې ده او دا ډول کړنې د جګړې پر اور د تېل پاشل بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

د کندز دښتی چه تازه په غاټولو سری ښکاریدی،د همدی تنکیو ځوانانو وینی تویدلوسره لا سور رنګ ور اضافه کړ،دا به نه اخری وینه توییدنه وی ،او نه هم اولنی و،.یوه هفته مخکی د لښکرګاه ستودیم په وینو سور شو ،او بیا د فاریاب ،دکابل امبولانس بریدونه،چه نتیجه کی ظلم د پاسه بل ظلم،او هر ظلم په نوی رنګ او په نوی بڼه،د هر ظلم اجرا کیدلو څخه هر چا ته یو څه نه څه په برخه رسیږی.چا ته مالی مادیات،چا ته افرینونه،او چا ته دجنت وعدی،د هر ظلم څخه ورسته څوک خپه،او ځینی فقط د مالی مادیاتو په خاطر،خوشحاله… نور لوستل »

pattang

ځدرا ن صیب خبرې ښې کوې خو لکۍ یې بیا کږه کړې !
سوله به هلته کیږي چې اشغالګر زمونږ هیواد پرېږدي .
فاسد دولت يو اجیر دولت او اجیره اردو دي که cia دالر ورک شي او ودریږي سوله په خپله منځته راځي مونږ له چاسره دوښمني نلرو ! هغوی چې هیواد یې مادي او معنوي ډول ځورولی وي باید بې له قیده او شرطه دقانون منګلو ته وسپارل شي !

صادق صافی

که اسلام او کفر په نوم او سیمه وی خو د پورتنی تبصری څو مخی ځدران به هم د نصیب ځډران په شان حقایق لیکلی ، نصیب ځدران تل د کابل د غلامانو او بادارانو له الحادی او استعماری مخو نقاب لیری کوی ، مظلوم او لس او مظلوم بشریت ته یی رسوا کوی . مګر دغه بل محلد ځدران تبصره اوس زه درته ارزوم چه کوم ځآی کی یی خپل زهریات او ناولتیا خپره کړی : خپله تبصره یی په ښکلی جمله د چه [[ د کندوز د غرو لمنی تازه په غاتول سری شوی د تنکی ځوانانو د… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

صافی صیب مننه غاش ماتوونکی زواب دی ور کو

Zadran

صافی صاحب ،دالحاد ټاپه لګولو څخه د زه هیڅ ګیله نه نکووم،ځکه چه همدا به ستا پوه وی،زه نه دولتی واظیفه لرم.نه می پخوا درلوده،دا ومنه چه تر اوسه می د دولت یوه افغانی نده اخستی،دا تبصره چه ما لیکلی ده.یقین وکړه چه د د زړه له درد څخه،نه ژورنالیست او نه کوم لیکوال یم ،هر افغان طالیب وی ،که عسکر، چه په هر پیښه کی مړ شی زړه می درد په کوی،او دا پوښتنه راته پیدا شی چه اخر تر کومه به دا جګړه جریان لیری،دیارلس میلیونه خلک افغانستان کی دری وخته دوډی نشی پیدا کولی.ستا څه فکر دی… نور لوستل »

مجاهد

یو هیواد چه د بارنو په واسطه اشغال شی ، خلک یی ویشل کیږی ، یو شمیر خو د کرزی ، غنی او د هغوی د ټیمونو په شان د هغو اشغلګر لاس او پښی وی د یو څو ډالرو د پاره له هر څه ورتیر وی . اشغلګر ورسره څنګ کی یوه بله غلامه ډله د بدیل د پاره هم ساتی، هغوی هم غلامان وی ، بله ډله بیا نه د کفر او نه داسلام پروا لری نه د غلامی او نه د خپلواکی پروا لری ، صرف چه د دوی دکانونه پکی خلاص وی او د دوی تجارت… نور لوستل »

Zadran

مجاهد صاحب ،یقینا زه ،کوم دولتی،طالیبی وظیفه نلرم،او دا حق زه نلرم چه دآ خبره په تا باندی زه ومنم،او زه کومه مجبوری هم نلرم چه درواغ ووایم،زه د افغانستان د خاوری یو اوسیدونکی مومن مسلمان افغان یم،د هر رژیم چه د افغانستان د خلکودخدمت داعوی وه،زه او زموږ کورنی په دا څلویښتو کالونو ربړیدلی ،زوریدلی ،او وژل شوی یوو،د انګریزانو د بندی خانی خوند می لیدلی،د پنجابیانو کوتکو لغتو خوند می هم په لاهور کی زغملی ،د طالیب بندی خانه می تیره کړی،د ګلبدین د چاراسیاب د چنارونو کوتکوته ویال پروت وم،او خلقیانو پرچمیانو د لاسه مو ټوله کورنی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x