
شعـــــرونه
شهید کندز/ د قاري سعید شعر
قاري سعید
سور ګلګون په وینو د خپل تن لکه الوان کندز
بیا غاټول غاټول شو، زخم زخم ارغوان کندز
دښتې یې سینګار شوې د تنکو بچو په سرو وینو
نه مني سږ نه مني، بهاره ستا احسان کندز
بیا یې د اسلام په تور، د کفر غشي وخوړل
بیا د پرنګ زادو وار زخمي کړلو افغان کندز
وینې یې د سپین قرآن په پاڼو باندې تویې شوې
څوک وایي چې نه دی، د دې نن عصر عثمان کندز ؟
ستر ملا سلامه! سترګې پورته کړه راوګوره
ستا غوندې شهید یې کړ، په جرم د ایمان کندز
نه یې وه سعیده! بله هیڅ ګناه یې هم نشته
بې له دې چې نه مني، د ټرمپ غوندې خدایان کندز