افغانستان

د دویم پړاو ټاکنو تبلیغاتي وخت تمام شو

د شپې دوولس بجې د راتلونکو ټاکنو لپاره د دوو مخکښو نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو د پای وخت وو. د دویم پړاو ټاکنو دوو نوماندانو پخپلو ټاکنیزو تلیغاتو کې له خلکو سره ولیدل او ځینو ولایاتو ته يې سفرونه وکړل.

له تېرو ټاکنو وروسته پاتې شویو ځینو نوماندانو او د هغوی مرستیالانو له یادو دوو نوماندانو نه د یوه ملاتړ وکړ. چې د ملاتړکولو په پروسه کې پرون د قطب الدین هلال له ډاکټر اشرف غني نه ملاتړ اعلان کړ. ښاغلی قطب الدین هلال په تېرو ټاکنو کې د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د یوښاخ رسمي نوماند و.
هلال په داسې وخت کې له ډاکټر اشرف غنی نه ملاتړ اعلان کړ، چې څو ورځې وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه ښاخ په دویم پړاو ټاکنو کې ( د هیچا نه ملاتړ) اعلان کړ. او د حزب اسلامي د یاد ښاخ ویاند غیرت بهیر د انجینر هلال دغه پرېکړه سیاسي ځان وژنه وبلله.
د ټاکنیزو منډو ترړو له پای وروسته د ټاکنو د رسنیو د کمیسیون مرستیال په یوه خبري ناسته کې په هېواد کې له ټولو رسنیو وغوښتل چې اته څلويښت ساعته د سکوت دورې ته احترام ولري او د ټاکنو اړوند هیڅ هم خپاره نه کړي.
په ورته وخت کې (نی) د رسنیو په استازیتو له یاد کمیسیون او دولت سره ژمنه کړې، چې دوی به د ټاکنو په ورځ د امنیتي پېښې خبر نه خپروي.
په داسې حال کې چې د چارو شنونکي د رسنیو دغه پرېکړه غندي او په خبره يې په پټو سترګو خلک مرګ ـ ژوبلې ته ورټېل وهي.
بل خوا طالبانو له خپلې رسمې برېښناپاڼې په خلکو دویم ځل غږ کړی، چې د رایې ورکولو له مرکزونو لرې واوسي او په خپله خوښه د تېر ځل په څېر له ټاکنو سره پراخ پرېکون اعلان کړي.
په یاد خبرداري کې راغلي: «د دې لپاره چې مسلمان ملت مو په غير شعورې ډول په دغه پردۍ پروسه کې برخوال نه شي، بیاهم په خلکو غږ کوو چې د جوزا د مياشتې د ۲۴ تاریخ په انتخاباتي ډرامه کې شريک نشي او د تېرپه څیرکلک پريکون ورسره وکړي، که احيانا څوک بیا هم د اسلامي امارت حکمونو او غوښتنو ته پاملرنه نه کوي اوپه انتخاباتو کي شرکت کوي نو د هر ډول ناوړه عواقبو پړه به یي پرخپله غاړه وي.»
ټاکنو ته په نږدې ورځو کې په زابل، پکتیکا، هلمند، کندهار، روزګان،  غزني او ګڼ شمېر نورو ولایاتو کې د مرګ ـ ژوبلې ډېر راپورونه ورکول کېږي. چې یواځې په تېره میاشت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر لسو ډېرې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې.
په داسې حال کې چې امنیتي مسوولین وايي چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره يې دوه سوه زره عسکر ګمارلي.
ټاکنې به د جوزا په څلورویشتمه د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي، چې طالبانو د څلورویشتوساعتونو لپاره د پرلپسې بریدونو ګواښ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x