افغانستان

ملا عبدالسلام ضعیف: د شرم له پاسه بل شرم؟!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په کندز کې پر یوې مدرسې باندي بمبار په کلکو ټکو غندلی وو او دا یې د بشر پر ضد یو نه توجیه کېدونکی جنایت او وحشت بللی وو، خو نوموړي په یوې بلې وینا کې ویلي د ماشومانو د وژنې غندنه نه کول او د بیا د خپلواکۍ دعوه هم کول، د شرم له پاسه بل شرم دی.

نوموړی وايي:

هغه څوک چې د خپل وطن د یوه ماشوم معصوم متعلم د شهادت په اړه د شریر استعمار وحشت نسي غندلی، کله هم د افغانستان د خلکو استازی نسي کیدلای، او دا چې د هیواد د واکمنی او خپلواکی دعوه کوي، د شرم له پاسه بل شرم دی.

نوموړې ددې تر مخه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو:

««دكندزولايت په ارچي ولسوالی کې دمدرسي دفارغينوپه جلسه باندې دامريکا دوحشت هوايي يرغل قصدي اوظالمانه دی,دوحشت داسي کړني بايدپه کلکو ټکو وغندل سي اومسؤل کسان بايدخپله چوپتياماته کړي،دعلماوو ،مداسو،مساجدو اونورومذهبي مقدساتوپه وړاندې دامؤامرة خطرناکه ده، الله دي دشهيدانو شهادتونه قبول کړي ،ظالمانواودهغوی حليفانوته دي الله درنه سزاورکړي دسوکاله اوخپلواکه هيوادپه هيله»»

باید وویل شي چې تر اوسه هم ولسمشر اشرف غني په کندز کې د سلګونو کسانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي او دفاع وزارت اوس هم ټینګار کوي چې د طالبانو غونډه یې بمبار کړې چې له امله یې د هغوی شاوخوا څلویښت مهم قومندانان او کسان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داود

پاک الله دې د دې تنکیو طالبلعلمه ځوانانو شهادت قبول کړی. ظالمان او د هغوی تالی څټي دې پاک الله نیست او نابود کړې.
دعا وکړی چې الله مو له دغو بې وجدانه او وحشی یرغلګرو او د هغوی اجیرانو څخه زمونږ ربړیدلی ولس او هیواد خلاص کړې. آمین

اخترمحمد گیلانی

الله دی امریکا او دهغوی غلامان تباه کړی

الجاج استاذ بیانزی

مونږ ټول ( ښه او بد ) دالله ج مخلوق یو ، د نورو حیواناتو او نباباتو په شان یی له خاوری جوړ کړی او واپس به مو روح اخلی او اجساد به مو دوباره د خاوری برخه جوړوی . مګر د نورو حیواناتو او نباتانو خلاف زمونږ ددی ژوند د پوښتنو( چه چا څه او چا څه کړی ) د پاره بل ابدی ژوند او له عدالت وروسته ابدی جنتونه او ابدی دوزخونه جوړ کړی. که له دی څوک انکار کوی هغه د هغوی د ځانو خوشالول دی ، په ځان به شک وکړو مګر د الله ج په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x