ټرمپ: که سعودي په سوریه کې زمونږ ځواکونه غواړي، قیمت به یې راکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د امریکې ولسمشر نن په خبري کانفرانس کې یو ځل بیا وویل چې غواړي د سوریې څخه خپل ځواکونه را وباسي او تمه ده چې ډېر ژر په دې اړه د نورو مسؤولینو سره مجلس وکړي.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د د دریو اروپايي هیوادونو د ولسمشرانو کوربه وو.

ټرمپ وویل: زه غواړم د سوریې څخه امریکايي ځواکونه وباسم او په کور دننه کې د خپل ولس پر جوړونې ټینګار لرم، مونږ به په دې اړه ژر تصمیم ونیسو، په سوریه کې د امریکایي ځواکونو ګډون ډیر په ګرانه بیه راته تمامیږي خو ګټه یې نورو هیوادونو ته رسیږي.

نوموړي وویل: «د سعودي هیواد زمونږ د پریکړې په اړه ډېره اندېښنه لري، ما ورته وویل: سمه ده، که تاسو زمونږ پاتې کېدل غواړئ، نو باید قیمت یې راکړئ».

ټرمپ ددې تر مخه هم د سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه څرګندونې کړي وې خو د سپیني ماڼۍ او دفاع وزارت نور چارواکي په دې اړه محتاط دي او ویل کیږي چې د راتلونکو دوه کلونو لپاره د ځواکونو د پاتې کېدو مشوره له مخکي شوې، دوی اوس نه پوهیږي چې ولسمشر ټرمپ ولي داسي خبرې کوي.

باید وویل شي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي وه چې امریکا ته په کار ده په سوریه کې پاتې شي، هلته د تروریستانو او ایران مخه ونیسي، که داسي ونه کړي، ایران به د سوریې او لبنان له لاري منځني سپین سمندر (مدیترانه) ته لاره پيدا کړي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چې په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکا په منځني ختیځ کې ۷ تریلیونه ډالر مصرف کړي خو په مقابل کې يې هیڅ هم نه دي تر لاسه کړي، قربانۍ يې ورکړې خو د عراق تیل هم ور پاتې نه شول.

د ویډیو ۴۹مه دقیقه کې د سوریې اړوند خبری کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د