افغانستان

غزنی:ګیلان کې د اربکیانو پوسته له منځه وړل شوې

 نن ټکی آسیا: د غزني چارواکي د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي، چې طالبانو نن سهار وختې درې بجې په ګیلان ولسوالۍ کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی ، چې په ترڅ کې يې درې اربکیان وژلي او دوه نور ژوبل کړي.

د والي ویاند ویلي، چې به برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پېښه تایید کړه.
ښاغلي مجاهد زیاتوي، چې په دې دوه ساعته نښته کې چې د ګیلان ولسوالۍ د وړو سېمي د اربکیانو په پوسته ترسره شوه، ۴ اربکیان وژل شوي او پوسته هم په بشپړه توګه له منځه تللې.
نوموړي وویل ، چې په دې نښته کې دوی ته درنې وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.
مجاهد د خپلو تلفاتو په باب څرګنده کړه ، چې «د دښمن په متقابلو ډزو کې 2 مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x