دولتي چارواکو ولي د کندوز د فاجعې مسؤلیت پر ځان ومانه؟!

عبد الرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

وړمه ورځ د کندوز په دشت ارچې دفتاڼو کلې کې د هاشمیه مدرسې د دستاربندي مراسم د یوه هوايي برید هدف وګرځیدل چې له امله یې یو زیات شمیر ولسي وګړي چې په هغو کې د مدرسې طالبان، او د دستاربندي مراسمو ته د سیمې بلل شوي ولسي خلګ او قومي مشران وو، ووژل شول.

د برید نوعیت او له امله یې رامنځته شوې درنې مرګ ژوبلې ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغه په قطعي ډول د بهرنیو ځواکونو لخوا تر سره شوی وي، ځکه افغان ځواکونه که هرڅومره د وسله والو طالبانو په ضد له قساوته کار اخلي خو بیا یې هم افغاني عاطفه او وطني خوا خوږي هیڅکله دا اجازه نه ورکوي چې یوه دیني مدرسه او په هغه کې راټول شوي دیني عالمان، او د قرآن کریم تنکي حافظان دي داسې په بیرحمي سره د خپلو بمونو هدف وګرځوي.

مګر د ملي یووالي حکومت لوړپوري چارواکي ، اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله او د دفاع وزارت ویاند د دې په ځای چې دا برید یې غندلی او یايي د هغه له امله له ولسه بښنه غوښتې وای برعکس په دې ټینګار لري چې یاد برید په قطعي ډول د د فاع وزارت اړونده ځواکونو تر سره کړی او په هغه کې وژل شوي کسان ولسي وګړي نه ؛ بلکې وسله وال طالبان دي.

دا چې ولي دولتي چارواکي مجبوریږي پَردَیْ جنایت د هغه د غندلو په ځای پر خپله غاړه واخلي لامل یې څو لاندې ټکي دي:

الف: د ولسي خلګو او تعلیمي مراکزو په دغسي بي پروايي په نښه کول د بشري حقونو د څار سازمان د معینو مقرراتو له مخې کاملا یو بشري جنایت ګڼل کیږي او امریکایان چې یوځل وړاندې د کندوز په ښارکې د بي سرحده ډاکټرانو د روغتون بمبارلو له کبله تر نړیوال انتقاد لاندې ونیول شول بیا نه غواړي چې په عین سیمه کې د یوه بل تر هغه ستر جنګي جنایت د ترسره کولو له امله د بشري حقونو د مدافعو ټولنو لخوا تر نیوکو لاندې راشي، هماغه ده چې د همدي جنایت له قضايي پیګرد څخه د ځان خلاصونې په غرض یې د یاد جنایت تر سره کولو مسؤلیت د ملي یووالي حکومت داخلي ځواکونو ته حواله کړ او هغوی هم رسما دا مسؤلیت په خپل ځان ومانه.

ب: د کندوز فاجعه دقیقا افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د تازه دمې پوځي لواء تر رارسیدو دوه ورځې وروسته تر سره شوه ، د دې لپاره چې د ټرمپ اداره د امریکا په داخل کې د امریکايي ولس او بشري حقونو د مدافعو ټولنو له هغو نیوکو څخه ځان خلاص کړي چې په افغانستان کې د ولسي خلګو د وژلو له امله دوئ ورسره مخ دي امریکايي چارواکو د کندوز تر سره کړی جنایت د داخلي ځواکونو پر غاړه ورواچاوه.

ج: ډیری افغانان اوس هم په دې نظر دي چې وايي که د امریکايي ځواکونو شرارت نه وي خپله افغانان که هغه طالبان دي او که حکومتي اړخ ، یوه ورځ نه یوه ورځ به خامخا د خپلو دیني او ملي مشترکاتو او هیوادني مصلحتونو له وجې په خپل منځ کې سره جوړ او روانې جګړې ته به د پای ټکی ږدي.

خو امریکایان د خپلو نورو جنایاتو ترڅنګ غواړي په قصدي ډول پر افغان ځواکونو داسې جنایات تر سره کړي چې په کُلي ډول د افغانانو ترمنځ د جوړ جاړي هرډول احتمال له منځه یوسي او افغان ښکیل لوري یو او بل ته داسې وخشموي چې د جوړ جاړي په ځای تل له یو اوبل څخه د غچ اخیستنې په فکر کې وي.

د: مذهبي مراکز او د دیني علومو مدرسې د افغانانو لپاره هغه سرې کرښې دي چې له هغو څخه دفاع د خپل ایمان او عقیدې له تلازماتو څخه بولي، د امریکایانو په دستور د داخلي ځواکونو لخوا د دغو مراکزو په نښه کول او هلته ورکې په سلګونه دیني عالمان، منورین او د قرآن کریم حافظان شهیدانول د عام ولس په زړونو کې دا روحیه پیاوړي کوي چې قاتل لوری علماء، منورین او د قران کریم حافظان د کوم سیاسي مخالفت له وجې نه ؛ بلکې له اسلام او مذهب سره د دښمنۍ په خاطر وژني ، چې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د سلګونو حافظانو، علماوو او قومي مشرانو وژل کیدل د وژل شویو د کورنیو او عام ولس په زړه کې د مقاومت دیوې دیني انګیزې په حیث ځای نیسي او په دې سره روانه جګړه د مذهبي او انتقامي مبرراتو له مخې تر موجود حالت لا شدت او تداوم پیدا کوي .

هـ : په یوه هفته کې د داخلي ځواکونو لخوا پردیني مدارسو دوه ځلي هوايي بریدونه او په هغو کې د سلګونو دیني حافظانو وژنه په حقیقت کې په افغانستان کې د جګړې د تشدید لپاره د امریکايي جنرال نیکلسن د هغې پیشګويي لپاره زمینه سازي ده چې نوموړي د نوي هجرې لمریزکال په پیل کې وکړه.

ځکه د دولتي ځواکونو لخوا پر دیني مدارسو بمبار او په هغه کې د دیني عالمانو او قران کریم د حافظانو وژل کیدل اصلا د افغان ولس په زړه کې دا باورټینګوي چې افغان دولت له امریکايي ځواکونو سره د دیني مراکزو او مذهبي علماوو په له منځه وړلو کې همغږی دی.

نو لکه څرنګه چې د یوې شرعي انګیزې له مخې له محاربو امریکایانو سره جنګیږي باید د هغوی له همکاره دولتي ځواکونو سره هم په عین روحیه باید وجنګیږي.

تر اوسه پوري طالبان له دولتي ځواکونو سره د متجاوزینو د همکارانو او مفسدینو په نوم جنګیږي نه د کافرانو په نوم ، خو د دولتي ځواکونو لخوا د دیني مدارسو بمبارول او په هغو کې د دیني علماوو او قران کریم د حافظانو وژل له محاربو امریکایانو سره د اسلام او مسلمانانو په له منځه وړلو کې د افغان ځواکونو د همکاري جانب قوي کوي چې په دې سره د هغوي خلاف د عام ولس کرکه او نفرت نورهم تشدید پیدا کوي او له امله به یې د هیواد په هره سیمه کې د انتقامي بریدونو هدف ګرځي چې په دې سره به د جګړي شدت خود بخوده زیاتیږي.

د داخلي ښکلیو لوریو ترمنځ د غچ اخیستنې روحیې قوي کیدل د دې لامل کیږي چې هغوی د یو اوبل د وژلو لپاره داسې جنګي اسلوبو ته متوسل شي چې په ځینو مواردو کې له ټولو اخلاقي او شرعي اصولو څخه تخطي وشي.

تیره اونۍ د هلمند د لښکر ګاه په غیږ نیونې میله کې د موټربم برید او په فراه او کندوز کې پر دیني مدارسو بمباري یې ژوندۍ بیلګې دي چې په ډیر لنډ وخت کې په ډیر فجیع شکل یو په بل پسي تکرار شوې.

د دشت ارچي پرهاشمیه مدرسې بمباري یوه تصادفي پیښه نه ؛ بلکې خپله د کندوز د امنیه قومندان مل پاسوال عبد الحمید حمیدي په خبره له څو ورځو راهیسي د هغې لپاره د برید تیاری نیول کیدو، او هغه په دې ډول چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ګُجر آغا مربوط هاشمیه مدرسه د ټول کندوز په تیره د دشت ارچي ولسوالۍ په سطحه مشهوره مدرسه ده.

په ولسي جرګه کې کې د کندوز استازی ښاغلی عبدالله قرلق چې خپله د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی دی د طلوع تلویزوني شبکي له فراخبر پروګرام سره په خبرو کې وویل چې ((هاشمیه مدرسه په دشت ارچي ولسوالۍ کې پخوانۍ مشهوره مدرسه ده او هر کال یې د دستاربندي مراسمو ته له خواو شا سیمو څخه ګڼ شمیر علماء ، قومي مشران او منورین راځي)) د یادې مدرسې د اشتهاراتي اعلان له مخې یې سږ کال هم د معمول له مخې یوه اونۍ تر مخه د سیمي د خلګو او علماوو په نوم بلن لیکونه لیږلي او د هغې د فارغینو د دستار بندي په مراسمو کې ولسي خلګو او علماوو ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

چې حتما به همدا بلن لیکونه دولتي چارواکو او د هغوي په وسیله امریکايي ځواکونو ته هم رسیدلي او هغوي به ورته د ښه سنجش او تکتیک له مخې دغه خونړي برید طرح کړی چې له امله ستر بشري ناورین رامنځته شو.

که څه هم چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په شمول د ملي یووالي حکومت چارواکي پر دې ټینګار کوي چې دوی مدرسه نه ، بلکې د وسله والو طالبانو د تجمع او پوځي سوقیاتو مرکز په نښه کړی خو د سیمې عیني شاهدان ، په ولسي جرګې کې د کندوز استازي او په سیمه او د کندوز په ښارکې د ملکي روغتون ډاکټران ، خپله د پیښې وژل شوي او ژوبل شوي تنکي حافظان ټول د دې شاهد دي چې یاد برید د مدرسي د دستار بندي پر مراسمو شوی ؛ نه د پوځي طالبانو پر تجمع او یا د ښاغلی رادمنش په اصطلاح د هغوي پر نظامي رژه.

او دا ځکه چې طالبانو د ټرمپ د جنګي ستراتیژي له پیلیدو راهیسي د ځان د خوندیتوب په خاطر په ټول هیواد کې د خپلو جنګیالو او پوځي چارواکو پرعلني تجمعاتو په قطعي ډول بندیز لګولی دی.

د هاشمیه مدرسې غونډې ته د سپین کالیو کسانو ، ګڼو موټرو او موټرسایکلونو راتګ قطعا د پوځي طالبانو د تجمع او نظامي رژې د ترسره کولو دلیل نه شي کیدای ، ځکه افغاني منورین، د دیني مدارسو طالبان او اکثریت د پاخه عمر لرونکي خلګ سپین کالي اغوندي، او ټول عام خلګ له موټرونو ، نقلیه وسائطو او موټرسایکلونو څخه استفاده کوي.

دا چې یاده سیمه ټوله د طالبانو تر واک لاندې ده نو خامخا به هلته کوم سمه ییز طالب او یا څو وسله وال طالبان موجود وو خو دا په هیڅ صورت د دې مبرر نشي کیدای چې د یوه پیره دار او یا څو تنه وسله والو له وجې دي د سلګونو ولسي خلګو اجتماع هدف وګرځول شي.

دا چې د یوه پیره دار او یاهم څو تنو وسله والو د شتون په پلمه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پوري خلګ مړه او ژوبل کیږي دا پرته له دې چې د جګړې د تشدید او تمدید لپاره یوه خطرناکه امریکايي دسیسه وبلل شي بله هیڅ توجیه نه لري.

د رجب او شعبان میاشتې د دیني مدارسو د تعلیمي کال د پایته رسیدو او د تعلیمي نصاب له مخې یې د احادیثو د دورې د پوره کیدو وخت او د افغانستان په هر ولایت او سیمه کې هرکال په همدې دوو میاشتو کې د دیني مدارسو د فارغینو د فراغت او دستار بندي مراسم تر سره کیږي چې په هره غونډه کې یې په زرګونو کسان ګډون کوي .

لیري نه ده چې د هیواد په نورو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو د شتون په پلمه هغه غونډي هم د امریکایانو لخوا په ورته شکل بمبار او له امله یې دغسي بشري ناورین رامنځته شي تر څو په دې وسیله له یوې خوا د افغانانو په منځ کې د دیني علومو د ترویج او خپراوي مخه ونیول شي او له بلې خوا د ډیرو خلګو په راټولیدو سره د هغوي په منځ کې ډیر خلګ او هغه هم دیني عالمان او قومي مشران ووژل شي او په دې ډول د اشغالګرو لخوا د افغان وژنې سلسله همداسې ګرمه ، اوږده او خونړۍ وساتل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما ارزونه د حالاتو له مخی : دا جنګ د امریکایانو د نظم نوین جهانی د رسمی اعلانولو د مخه اخری جنګ دی یعنی دا د مسلمانانو د الهی نظام د حاکمیت د پاره اخری یا یواځنی جنګ پاتی دی ، نور مظلوم بشریت خو یی تسلیم کړی اسلامی نړی کی هم دا طالبان پاتی دی داسی طالبان چه د امریکایانو دنظم نوین جهانی هیلی یی ورله د خاورو سره خاوری کړی . . دا چه د امریکا حکومت د نظم نوین جهانی یهودانو له خوا اداره کیږی یعنی هر جمهور ریس له ټاکلو دمخه د وخت د شرایطو له… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب،دا چه تا لیکلی ،سوله سوله نا ممکنه ده؟زما پوښتنه دا ده؟په کوم قانون کی سوله نشته؟د پنجاب او که امریکا؟په الهی قانون کی خو سوله شته،ټاپه را باندی مه لګوه.دا د یوه شپانه اه ده،

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

سلامونه او درناوى، په قلم مو برکت شه او الله ج دې د دغې پېښې پټ او علني عاملين او ملاتړکوونکي سخت عزاب سره مخ کړي.